د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر خبر ورکړی، چې د پاکستان په بهاولپور کې د هند په برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون د کورنۍ لس غړي او ۴ ملګري یې وژل شوي دي.
د جیش محمد ډلې مشرمسعود اظهر په یوه اعلامیه کې وویل، چې په بهاولپور ښار کې پر سبحانالله مرکز برید کې دده د کورنۍ لس تنه غړي او څلور نږدې ملګري وژل شوي دي.
اظهر وايي، دده مشره خور او د هغې مېړه، دوه ورېرونه، ورېندار او د کورنۍ پنځه ماشومان د وژل شویو کسانو په ډله کې دي.
هغه ویلی، «د نرېندرا مودي ظلم له ټولو پولو واوښت، له دې وروسته دې هیڅوک د رحم تمه نه کوي.»