‏طالبان: عربي اماراتو په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د همکارۍ په پراختیا ټينګار کړی

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، چې متحده عربي اماراتو ورسره په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا او تداوم ټينګار کړی دی.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه څرګندونې د طالبانو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محمد اسحاق صاحبزاده او د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد خلفان سره په لیدنه کې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دواړه خواوو ترمنځ په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ د نويو پروژو د تطبيق او پراختيا او دوه اړخيزه همکاريو د تداوم په تړاو هم خبرې شوې دي.
خبرپاڼه کې د ښاغلي خلفان په حواله راغلي، چې هېواد يې د افغانستان سره د دوه اړخيزو همکاريو او په ځانګړې توګه د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د نويو پروژو د تطبيق او پانګونې لپاره ژمن دی.

نور خبرونه

رادیو