د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش له مولوي کبیر سره په ناسته کې د پاکستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو پر جبري اېستل کېدو خواشیني څرګنده کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو وزیر له یاد سازمان څخه بېرته راستنېدونکو سره د مرستو غوښتنه کړې او د سرپناه وو د چمتووالي په موخه یې د ښار ګوټو جوړول مهم بللي دي.