په فرانسه کې جلاوطنه افغان خبریال حارث جمال زاده وایي، د یو شمېر نورو افغان خبریالانو په ملاتړ یې د «اوج نیوز» په نوم انلاین رسنۍ جوړه کړه.
هغه ویلي، چې دغه رسنۍ یې د روان سیاسي وضعیت، د ښځو او بشري حقونو تر څنګ د ټولنیزو مسایلو د پوښښ لپاره رامنځته کړه.
نوموړي زیاته کړې: «دا رسنۍ د یو شمېر متعهدو خبریالانو په شخصي مالي مرسته چلېږي. هېڅ بنسټ او فرد یې مالي ملاتړ نه کوي.»
دغه انلاین رسنۍ د مئ درېیمه (د رسنیو نړۍوالې ورځ) داسې مهال خپل فعالیت اعلانوي چې طالبانو په افغانستان کې پر رسنیو سخت بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.
په افغانستان کې رسنیز فعالیتونه سانسور شوي او جلاوطنه رسنۍ د بیان ازادۍ د بې پرې خبرونو وړاندې کولو یوازینۍ مرجع ګڼل کېږي.