د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هند ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که هند د اوبو د بندولو لپاره کوم جوړښت جوړ کړي، نو پاکستان به هغه ویجاړ کړي.
خواجه اصف ویلي، د سند طاس تړون نه سرغړونه آسانه نه ده، دا به د پاکستان پر ضد د جګړې اعلان وي. د نوموړي په وینا که دا تړون مات شي، نو پاکستان به د یاد جوړښت پر ضد برید وکړي.
نوموړي پاکستاني رسنۍ جیونیوز سره خبرو کې زیاته کړه چې هند د پهلګام پېښې په تړاو هېڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی.
د دفاع وزیر دا هم وویل چې د امریکا مرستیال ولسمشر هند ته د "فېس سیونګ" یا ځان ژغورنې یوه موقعه ورکړې، خو که هند د دې موقعې څخه د استفادې هڅه وکړي، نو موږ به یې رسوا کړو.