د هند په یوه معبد کې د ګڼې ګوڼې له امله شپږ تنه مړه او ۵۵ نور ټپیان شوي

۳ ساعتونه مخکې

د هند د لوېدیځ ساحلي ایالت «ګوا» په یوه معبد کې د مذهبي مراسمو پر مهال د ډیرې ګڼې ګوڼې له امله شپږ تنه مړه او ۵۵ نور ټپیان شوي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، دغه پېښه د جمعې په شپه د «شري لایرای زاترا» کلنۍ مذهبي مېلې پر مهال د شیرګاو په کلی کې رامنځته شوې ده.

دغه مېله د خپلو ځانګړو مراسمو، لکه د اور پر سر تګ له امله ډیره مشهوره ده، چې په کې زرګونه مذهبي هندوان ګډون کوي.

نور خبرونه

رادیو