هلمند کې يوې مېرمنې خپل خاوند د دویم واده کولو له کبله وژلی

۱۱ ساعتونه مخکې

له هلمند څخه سرچينې وايي، چې په مارجه ولسوالۍ کې يوې ښځې خپل خاوند په ډزو ويشتلی او وژلی دی.

ښځه او خاوند اصلي د اروزګان اوسېدونکي دي او سړي دوې ورځې مخکې دویم واده کړی و.

د هلمند د مارجې ولسوالۍ د طالبانو قوماندانۍ هم پېښه منلې او وايي، چې د کورني تاوتريخوالي له کبله یو کس وژل شوی.

طالبانو زياته کړې، چې وژل شوی کس ۴۰ کلن دی او د خپلې مېرمنې له لوري په ډزو وژل شوی.

د طالبانو په خبره، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو