په بلخ کې د طالبانو د رسنیو مرکز د خبرپاڼې له مخې په دغه ولایت کې د روسیې دوه پانګوالو له یو افغان شرکت سره په ګډه همغږۍ د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نفتي موادو د استخراج کارخونه جوړوي.
دا هڅه له هغه وروسته کېږي، چې روسیې طالبان د ترهګرو له نوملړه وباسل.
د طالبانو د بلخ د رسنیو مرکز نن دوشنبې د غويي ۸مه د یوې خبرپانې په خپرولو سره وویل، د دې ولایت لپاره د طالبانو مرستيال والي نورالهادي ابو ادریس د روسيې یو شمیر سوداګرو رستم جبار، ارتور حسين بیګوف سرګي ګافریلوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
طالبانو د روسي پانګه والو په حواله لیکلي، موږ غواړو په بلخ ولايت کې وروسته له یوې منظمې سروې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نفتي موادو استخراج په برخو کې کاروخونه جوړ کړو .»
روسي پانګه والو ټینکار کړی چې ددې کارخونې جوړلو لپاره بلخ ولايت د جغرافيايي او استراتیژیک مؤقیت په درلودلو سره مناسب ځای ګڼل کيږي.
د طالبانو بلخ مرستیال والي په خپلو خبرو کې ویلي چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې لري او هڅه به وشي چې دغه اقتصادي اړیکې لا ټینګښت ومومي.
طالبانو او روسي پانګه والو د نفتي توکو د استخراج د کارخونې د سروې د پيل د نېټې په اړه څه نه دي ویلي.
نیوکې دا دي، چې د ځینو بهرنیو هېوادونو پانګه وال او سوداګر په افغانستان کې د کارخونو او د پانګونې ته لېوالتیا ښيي خو بیا وروسته یې د کارونو درک نه لکېږي او نه هم په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کوي.