د امریکا مخکني ولسمشر جو بایډن؛ د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني او د هغه په مشرۍ لیبرال ګوند ته د دغه هېواد په فدرالي ټاکنو کې د بري مبارکي ویلې ده.
بایډن پر خپله ایکس پاڼه لیکي: «زه لومړي وزیر مارک کارني او لیبرال ګوند ته د کاناډا په ټاکنو کې د بري مبارکي وایم.»
بایډن زیاته کړې: «زه ډاډه یم چې مارک به د کاناډایانو او امریکایانو ګډو ارزښتونو او مشترکو ګټو لپاره یو پیاوړی مشر وي.»