ریچارډ ټرېنچارد: د نړیوالو همکاریو جلبولو او اقلیمي بدلون په اړه له طالبانو سره کډ کار کوو

۹ ساعتونه مخکې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس ریچارډ ټرېنچارد د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې له رییس مطیع الحق خالص سره کتلي دي.

ریچارډ ټرېنچارد ژمنه کړې، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالو همکاریو را جلبولو لپاره کار کوي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن یکشنبې د غويي اوومه په اېکسپاڼه کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د اقلیمي بدلون او چاپېریالي موضوعاتو په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

طالبانو د ریچارډ ټرېنچارد په حواله لیکلي چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې سند د چمتو کولو په برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

نوموړي په ګډ کار، همکارۍ او همغږۍ ټینګار کړی او هوکړه شوې، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو همکاریو را جلبولو لپاره کار کوي.

طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع الله خالص په حواله لیکلي:«کوښښ کوو چې له سفیرانو او د نړیوالو ارګانونو له استازو سره د خپلو لیدنو په لړ کې د اقلیمي بدلون موضوع مطرح کړو، څو په ملي او نړیوالو غونډو کې اقلیمي بدلون د سر ټکي او د بحث وړ موضوع وګرځي.»

نوموړي ټینګار کړی، چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي، ځکه دا بشري موضوع ده او زیان یې یوازې ولسونو ته رسیږي.

مطیع الحق خالص غوښتنه کړې، چې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کاپ ٣٠ په شمول په نورو نړیوالو غونډو کې د طالبانو حکومت استازو د ګډون زمینې په برابولو او کاپ ٣٠ کنفرانس ته د چمتووالي په برخه کې لازمه تخنیکي مرسته او همکاري وکړي.

نور خبرونه

رادیو