ایراني چارواکي وايي په تهران کې ۸۵ سلنه کارګر ماشومان افغانان دي

۱۰ ساعتونه مخکې

د تهران مرستیال والي وايي، په پلازمېنه کې ۸۵ سلنه کارګر ماشومان افغانان دي، چې کورنيو ته له بیا ستنېدو وړاندې په ځانګړو مرکزونو کې روزنه تر لاسه کوي.

حسین کاغذلو ويلي، چې د سوالګرۍ، د کم عمره ماشومانو د کار، په نشه د اخته کسانو، طلاق او ورته نورو ستونزو د حل هڅې کوي.

ایراني رسنیو د پنجشنبې په ورځ د تهران د سیاسي او ټولنیزو چارو د مرستيال والي حسین کاغذلو له قوله ویلي، چې ولایتي اداره پر يوه طرح کار کوي څو د کم عمره ماشومانو د کار، په نشه د اخته کسانو، سوالګرۍ، بل ته د اړتیا، طلاق او ورته نورې ستونزې حل کړي.

نوموړي ویلي، چې چارواکو ته د همدې ستونزو د حل په موخه د طرحې جوړېدو یوه میاشت وخت ورکول شوی.

د تهران مرستیال والي د ټولنیزې شورا په غونډه کې د نشه يي توکو ضد قانون پر عملي کولو ټينګار کړی او زياته کړې یې ده، چې د ښځينه روږدو وضعت ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

د همدې خبر له مخې، په ایران کې تر «۱۰ میليونه» زیات بې اسناده افغانان اوسيږي. افغانستان شاوخوا ټول ۴۰ میلیونه نفوس لري.

چارواکي دا د خپلو ستونزو او ننګونو یوه برخه ګڼي.

په دې وروستيو کې پاکستان او ایران افغان کډوال مجبور کړي، چې له دغو هېوادونو ولاړ شي او په دواړو هېوادونو کې د جبري ایستلو لړۍ هم پیل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو