له بلجیم او ډنمارک وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ کاناډا څانګې په تورنټو کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري ستنولو په غبرګون لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د کډوالو په اړه د پاکستان دغه اقدام د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل یاد کړی.
په دغه لاریون کې د پاکستاني ریاست له خوا پر پښتنو د روانو ظلمونو، جبري ورکولو، او بندي کولو پر ضد هم غږ پورته شو.
لاریون کوونکو د پښتون ملتپالو مشرانو لکه علي وزیر، ملک نصیر کوکيخېل او حاجي صمد چې د پاکستان په بند کې دي، د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ کاناډا څانګې غړي ډاکټر رحیم سیال افغانستان انټرنشنل - پشتو سره په خبرو کې ددغه لاریون په اړه وویل: «زموږ غوښتنې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو غندل وو، د نړۍوالو توجه راجلبول او همدا ډول د کاناډا نه غوښتنه وه چې په پاکستان فشار رواړي څو د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي، په ټوله کې زموږ هدف دا وو چې خلک پوه شي چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو سره ظلم روان دی.»
ددغه غورځنګ یو بل غړي سید مزمل شاه د لاریون ګډوالو ته وویل: «زموږ مبارزه یوازې د سرحدونو خبره نه ده، دا د عزت، انصاف، او له وېرې پرته د ژوند کولو حق دی،».
په دغه لاریون کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د لغمان والي عبدالجبار نعیمي هم ګډون کړی وو.
د لاریون ګډونوالو له نړۍوالو او کاناډايي ادارو وغوښتل، چې د دې ظلمونو پر وړاندې خپل مسولیت ترسره کړي.
د پښتون ژغورنې غوځنګ مرکزي څانګې په پاکستان دننه او په بهرنیو هېوادنو کې د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو په غبرګون کې لاریونونه اعلان کړي،
نن له کاناډا وړاندې په ډنمارک او بلجیم هېوادنو کې کې هم د دغه غورځنګ غړو لاریونونه ترسره کړل او د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان دریځ یې وغانده.
د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت درې مېلیونه افغان کډوال جبري له خپل هېواد څخه وباسي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړۍوالو ادارو د پاکستان دغه پرېکړه غیر قانوني او غیر انساني بللې ده او له پاکستان یې غوښتي، چې د کډوالو د جبري بېرته ستنولو لړۍ ودروي.
په افغانستان کې د کډوالو اړوند ادارو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا پاکستان نږدې اته لکه افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړي دي.