د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په غبرګون کې د پښتونخوا په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د پراخو لاریونونو خبر ورکړی دی.
منظور پښتین ویلي، چې د دوی غورځنګ به د اپرېل په شلمه د کاناډا به کالګري او ټورنټو ښارونو، د اپرېل په ۲۳مه د برېټانیا په لندن ښار کې د پاکستان سفارت مخې ته او همدا راز د ډینمارګ په ګډون په فنلینډ هېوادونو کې دغه لاریونونه وکړي.
هغه همدا راز خبر ورکړی، چې د پښتونخوا په ژوب، قلعه سیف الله، پشین، کوټې، پېښور او مسلم باغ سیمو کې هم په راتلونکو ورځو کې دغه لاریونونه کوي.
منظور پښتین له خلکو غوښتي، چې د پاکستان له لوري د دغه ظالمانه چلند خلاف دې په لاریونونو کې ورسره برخه واخلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ داسې مهال له پاکستان نه د ایستل کیدونکو افغان کډوالو په تړاو د لاریونونو د ترسره کیدو خبر ورکوي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د دغه هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د افغانانو نیول کیدو پسې کور په کور د پولیسو له لوري عملیات پیل شوي دي.
هره ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارې سلګونه کورنۍ په جبري توګه خپل هېواد ته ایستل کېږي.
پر دغه بهیر نیوکه ده، چې په کې د افغان کډوالو مالونه او شتمنۍ هم لوټ کېږي.
د طالبانو په ګدون د بشري حقونو یو شمېر نړۍوالو سازمونو هم له پاکستان نه غوښتي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر دې ژر تر ژره ودروي، خو لیدل کېږي چې پاکستان دغو غوښتنو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی او بهیر یې چټک ساتلی دی.
د رسمي شمېرو له مخې د افغانانو د جبري ستنیدونو په اوسني بهیر کې له تېرو څه دپاسه دوه اونیو راهیسې نږدې ۶۰زره افغانان له پاکستان نه خپل هېواد ته ستانه کړی شوي دي.