د پاکستان حکومت د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) د تورخم له لارې ۱۲۷۵ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته استولي دي.
راپورونه وايي، چې یاد شمېر کسان د ۲۴۳ کورنیو غړي دي.
په خپرو شویو شمېرو کې راغلي، چې په دغو اېستل شویو کسانو کې ۵۲۶تنه (ACC) کارت درلودونکي او ۷۴۹تنه بې اسناده افغان کډوال شامل دي.
په دې شمېر کې ۲۲۶ مېرمنې او ۸۰۶ ماشومان هم شامل دي.
خبریالانو ته په لېږل شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې یاد کډوال په پښتونخوا، لنډي کوټل کې له حمزه بابا کمپ څخه خپل هېواد ته بېرته لېږدول شوي.
د معلوماتو له مخې، د کډوالو د ستنولو په دویم پړاو کې تر دې مهاله نېږدې ۴۰ زره افغانان چې شاوخوا ۲۰ زره او ۵۲۶ یې د (ACC) کارت لرونکي او له ۱۷ زره او ۷۴۹ څخه زیات بې اسناده کډوال دي، افغانستان ته د تورخم له لارې په جبري توګه ستانه کړي دي.
د پاکستان حکومت په خپرو کړو شمېرو کې د ۲۰۲۳کال راپدېخوا ۵۶۱۹۳۴ کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي.
بلخوا، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، چې د افغان کډوالو جبري اېستل یو ډول احساساتي پرېکړه ده.
هغه زیاته کړې، له افغانستان نه د پاکستان د نارضایتۍ لامل بل څه دی، خو زور یې له افغان کډوالو اېستل کېږي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر وویل، چې له ۴۰ کلنې مېلمه پالنې وروسته د هغوی وهل او ډبول او د څارویو په څېر په موټرو کې اچول د مېلمه پالنې د اصولو او بشري حقونو خلاف دي.
هغه زیاته کړه، « «کډوال یو اړخیزه مساله نه ده، دا د افغانستان او پاکستان ګډه مساله ده، موږ په خوښي منلي وو، د پښتنو په ټولنه کې مېلمه پالنه د پښتنو د دودونو یوه روښانه برخه ده، اوس یې چې له ۴۰ کلونو وروسته شړې، نو دا د مېلمه پالنې خلاف دي».
هغه په دې برخه کې د ګډ میکانیزم جوړ ولو وړاندیز وکړ.
فضل رحمان وویل، « هغه افغانان چې دلته له ۳۵ کلونو راهیسې سوداګري کوي، که دا کاروبار له بانکونو واېستل شي، پاکستان به له اقتصادي زیان سره مخ شي».
د یادولو وړ ده، چې د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو د اېستلو پروګرام په ډېرې چټکۍ روان دی او هره ورځ سلګونه او رزګونه افغانان د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او نورو لارو څخه بېرته افغانستان ته ستنوي.