امریکا کې مېشت افغان کډوال: لاهم په افغانستان کې د خپلې کورنۍ د غړو لپاره اندېښمن یم

۳ ورځې مخکې

اې‌بي‌سي نیوز راپور ورکړی، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د بایډن پر حکومت نیوکې وشوې، چې امریکایي وسلې او تجهیزات یې په دغه هېواد کې پرېښودل؛ خو ترڅنګ یې ګڼ هغه افغانان هم پاتې شول، چې له ۲۰ کلنو راهیسې یې د امریکا له پوځ سره کار کړی وو.

په دغه راپور کې په امریکا کې د هغه افغان کډوال سره خبرې شوې دي، چې اوس د خپلې مېرمنې او یو زوی سره په کېرن کاونټي کې ژوند کوي.
بېکرزفیلډ او کېرن کاونټي هغه سیمې دي، چې د امریکا د سیمه‌ییزې اردو برحاله او پخوانیو سرتېرو په ګډون د هغو کسانو د ملاتړ لپاره پېژندل کېږي، چې له دوی سره یې مرسته او کار کړی دی.
د عمر په مستعار نوم دغه افغان کډوال وایي، چې لاهم په افغانستان کې د خپلې کورنۍ د غړو لپاره اندېښمن دی.

هغه چې له خپلې درې کسیزې کورنۍ سره په کېرن کاونټي کې مېشت دی وایي، نوی ژوند یې له هغه څه ډېر توپیر لري چې هغه په ۲۰۲۱کال کې په افغانستان کې پرېښود.
د هغه په وینا، د امریکا اردو یې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۱کال کې لېدلې وه.
عمر وایي، د جګړې له پیل راهیسې طالبانو په ټولنو کې ټولو ته ویلي و، چې پر امریکایي سرتېرو باور او له هغو سره مرسته او همکاري ونه کړي.
هغه وایي، طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی و چې «موږ له دوی سره جګړه کوو او تاسو ورسره مرسته کوئ؛ نو موږ به تاسو هم ووژنو.»
خو دغه خبرداریو د کوړنګل دره کې د (FOB) مخکینۍ عملیاتي اډې کې د هغه د کار کولو مخه ونه شوای نیولی.
هغه بالاخره د یو امریکایي سرتېري سره کار پیل کړ او په ورته وخت کې یې له طالبانو څخه خپل هویت پټ ساتلی و؛ خو بیا هم له ګڼو ګواښونو سره مخ و.

هغه په ​​۲۰۱۳ کې د (RPG) د چاودنې له امله ټپي شو.
هغه وایي، بل ځل طالبانو هغه خلک راټولول چې په یوه بس کې سپاره وو؛ خو هغه وتوانېد چې له هغه ځایه وتښتي.
د هغه په وینا، طالبانو په هغه بس کې سپاره اووه کسان ووژل.
کله چې د امریکا مخکیني ولسمشر جوبایډن څلور کاله وړاندې د ۲۰۲۱ کال (د اپرېل په ۱۴مه) له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د اېستلو امر وکړ؛ عمر او د هغه مېرمن له خپلو د اسنادو سره هوایي ډګر ته لاړل.
عمر وایي:« ټول وېره کې وو او ټول خلک هوایي ډګر ته په دې تمه ورغلي وو، چې ګوندې هلته خوندي دي.»
خو د هغه په وینا، طالبانو هغه مهال لسګونه زره خلک هوایي ډګر ته د ننوتلو څخه منعه کړل.
عمر وویل: «یوه دروازه وه او شاوخوا ۵۰،۰۰۰ یا ۶۰،۰۰۰ خلک به وو، تاسو کولای شئ دغه وضعیت په ویډیو کې وګورئ، هغه ډېر ګواښونکی او بد وضعیت و.»
د هغه په وینا، له هغه وروسته نوموړي په بېلابېلو کورونو کې ځان پټ کړی و او د هغه سپانسر د بهرنیو چارو وزارت له لارې د نوموړي د وتلو لپاره کار کاوه؛ خو بلاخره له یو کال ځنډ وروسته هغه ته د هېواد پرېښودو خبر راغی.
عمر وایي: «زه له کابل څخه جلال اباد ته او بیا له هغه ځایه له تورخم لارې پاکستان ته واوښتم.»
هغه وتوانېده، چې په پاکستان کې د متحده ایالاتو سفارت ته ځان ورسوي؛ خو بیا هم هغه امریکا ته د تګ لپاره په انتظار و، هره شېبه یې داسې احساس کاوه، چې طالبان به یې د کورنۍ غړي ومومي.
عمر وویل: «ما د پاکستان له حکومته هم وېره لرله او هلته مې هم ځان خوندي نه احساسولو. ما فکر کاوه، چې ښایي دوی ما ومومي، له تورخم به مې واړوي او ما به طالبانو ته وسپاري.»
په ۲۰۲۳ کال کې عمر، د هغه مېرمن او زوی یې بالاخره امریکا ته ورسېدل.
د اې‌بي‌سي په راپور کې راغلي، چې سیمه‌ییزو پوځي ملاتړو امریکا ته د دوی د لېږد لپاره د پیسو په راټولولو کې مرسته کړې وه، دوی ته یې کور ورکړ او دنده یې هم ورته وموندله.
عمر وایي: «زه له امریکا سره مینه لرم، زه له دې خلکو سره مینه لرم، زه له دې حکومت سره هم مینه لرم؛ ځکه چې موږ له دوی سره کار کړی او دوی زما ښه ملاتړي وو؛ نو دا اوس زما هېواد دی.»

نور خبرونه

رادیو