د پاکستاني دولت د ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو وروسته، له پاکستانه د افغان کډوالو د شتمنۍ او پانګې د برخلیک په تړاو جدي اندېښنې راپورته شوي او افغانستان ته د کډوالو له ستنېدو سره سم، د پاکستان په ګڼ شمېر ښارونو کې د افغانانو اړوند هټۍ او د کاروبار ځایونه په ټپه درېدلې دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو ځپونکی بهیر او د پولیسو ناوړه چلند، هغه څه دي چې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پام یې ځان‌ ته را اړولی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډيوګانې هم خپرې شوي، چې ویل کېږي په خېبرپښتونخوا او د پاکستان په ځینو ښارونو کې د افغانانو مالونه د خلکو په لاس لوټ شوي دي.
داسې ویډیوګانې هم لیدل کېږي، چې افغان کډوال چیغي وهي او وايي، د هېڅ ډول توکو د وړلو اجازه نه ورکول کېږي.
له پاکستانه د اې‌سي‌سي‌کارټ‌لرونکو او نورو بې‌اسنادو افغانانو د اېستلو لړۍ داسې مهال پیل شوې، چې له یوې خوا په افغانستان کې د وزګارۍ کچه لوړه شوې او له بلې‌ خوا هېواد ته د دغو راستنېدونکو کډوالو ملکیتونه، پانګې او جایدادونه په پاکستان کې له ناڅرګند او ګونګ برخلیک سره مخ دي.
د تورخم پوله کې افغانستان ته یو شمېر تلونکي کډوال وايي، د پاکستان حکومت اجازه نه ده ورکړې چې خپله پانګه افغانستان ته ولېږدوي.
دوی زیاتوي، چې د پاکستان د حکومت له‌خوا په زور راشړل شوي او د کورونو وسایل، نغدې پیسې او ان په بانکونو کې يې شتمنۍ هم ترې ګرځول شوې دي.


یو شمېر افغان پانګه‌وال او هټۍوال له افغان انټرنشنل-پښتو سره په مرکه کې وايي، چې د امنیتي ځواکونو له‌خوا یې هټۍ او مارکېټونه پرانېستل شوي او ښايي چې اوس یې مالونه هم خلکو ترې لوټ کړي وي.
په زرګونو افغان کډوال چې له اپرېل وروسته له پاکستانه اېستل شوي او یا په جبري ډول د اېستل‌کېدو له ګواښ سره مخ دي، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د خپلو شتمنیو او جایدادونو له لاسه وتو خپه دي او د خپلې پانګې د خوندي‌توب لپاره د یوې منظمې کړنلارې له نشتوالي شکایت کوي.
افضل‌خان چې له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکزي ښار راولپېنډۍ کې سوداګري کوي وايي: «دا چې له پاکستانه اېستل کېږي، خپل یې حق دی چې پانګه او شتنمني افغانستان ته ولېږدوي.»
هغه زیاتوي: «له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې دلته (پاکستان) کې یم، په پاکستان کې مو پانګونه کړې، کلونه کلونه مو خواري کړې ، اوس چې دا ورځ پر موږ راغلې، مجبور یو خپلې پانګې افغانستان ته یوسو او هلته یې په کار واچوو.»
کونړی ځوان شفیق‌الله بل هغه افغان کډوال دی، چې دا مهال له پاکستانه د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دی.
دی وايي، پاکستاني پولیسو په بېلابېلو سیمو کې عملیات پیل کړي او افغانان له کورونو، مارکېټونو، هټيو او کارخونو راباسي او موټرونو ته یې پورته کوي او له پولې یې هاخوا اړوي.
هغه وړاندي وايي: «پوليسو او د ماليې برخې کارکوونکي په راجه بازار کې د هـټیو مالونه راباسي او په زور يې له خاوندانو وړي او هېڅوک یې مخه‌ نه‌شي نیولای. دا یو ډېر سخت او دردونکی وضعیت دی.»
شفیق‌الله همداراز وړاندې وايي، چې یوه اوونۍ مخکې د پاکستاني پولیسو د ډزو له امله د راجه بازار د پیسو د تبادلې په مارکېټ کې یو افغان هټۍوال په پښه ټپي شو.
نوموړی وايي: «پاکستاني پولیس د ټوپک په زور د افغان هټۍوالو مالونه اخلي، خو که چا د خپل ځان او مال ساتنه وکړه او یا لږ توند چلند یې وکړ، بیا نو زما په څېر له حال سره مخ کېږي.»


د خېبرپښتونخوا پښتانه سیاست‌وال له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو زورزیاتی غندي او دا یې پر وړاندې ناوړه اقدام یادوي.
د عوامي نېنشنل پارټۍ لوړپوړي غړي سردار حسین بابک افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په رالېږلي غږیز پېغام کې له خېبرپښتونخوا او پاکستانه د افغان کډوالو پر اېستلو د نیوکې ترڅنګ ژوره خواشینې ښودلې او پښتانه یې لر او بر لپاره لازم او ملزوم بللي دي.
بابک وايي، چې د هغوی لپاره د لارې بندول او جبري اېستل یې ډېره ناوړه کړنه ده.
همداراز، په خېبرپښتونخوا کې د افغانستان انټرنشنل-پښتو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ پاکستاني مرکزي او ایالتي دولت د افغان کډوالو د شتمنیو او مالونو په تړاو تر اوسه په رسمي ډول هېڅ نه دي ویلي.
هلته یو شمېر مېشتو پښتنو سوداګرو او کاروباریانو منلې، چې په پښتونخوا او د پاکستان د پنجاب په ګډون د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې د افغان کډوالو شتمنۍ او مالونه چور شوي او اجازه نه ده ورکړل شوې، چې افغانستان یې ولېږدوي.
د نقیب په نوم د پېښور بورډ بازار یو مشر افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په رالېږلي پېغام کې وايي: «د پاکستان له پنجابه افغان کډوالو سره هېڅ هم نه پرېږدي. دوی سره د کور وسایل نه پرېږدي، نور شیان خو پر ځای پرېږده. په پېښور کې هم داسې شوي چې افغان کډوالو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې خپلې شتمنۍ او نور قیمتي توکي افغانستان ته یوسي.»


افغان کارپوهان وايي، چې د کډوالو د شتمنیو د ضبط په هکله د پاکستان عدلي یا نور باصلاحیته ارګانونه کومه پالیسي یا حکم نه‌لري چې له‌مخې یې د افغان کډوالو د شتمنۍ او پانګه ساتنه یا ورته وسپارل شي.
زبیر (مستعار نوم) زیاتوي: «پاکستان کډوالو ته دومره وخت نه دی ورکړی چې خپل جایدادونه وپلوري او خپلې نغدې پیسې ترلاسه کړي چې دا په حقیقت کې ډېر لوی ظلم دی.»
بل‌خوا د افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، چې افغان کډوالو په پاکستان کې په مېلیارډونو ډالرو پانګونه کړې او د یوې منظمې تګلارې له مخې باید افغانستان ته راولېږدول شي.
دغه خونې په پاکستان کې د افغانانو د مېلیاردونو ډالرو پانګونې یرغمل کېدو ته اندېښنه ښودلې ده.
د یادې خونې مشر خان‌‌جان الکوزي څه موده مخکې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په پاکستان کې د افغانانو ټوله پانګونه تر څلورو مېلیاردو ډالرو اوړي او په خبره یې، د پاکستان د اقتصاد په برخه کې ۳۰ سلنه ونډه لري.
خان‌جان الکوزي زیاته کړې: «د پاکستان په اقتصاد کې د افغانانو ونډه ۳۰ سلنه ده، تر ۴۰۰ ډېرې وړې او غټې فابریکې افغانانو جوړې کړې دي. ټول خدمات، ترانسپورتي خدمات، دوکانداري، هوټل داري د افغانانو اړوند دي.»
طالبانو په پاکستان کې د افغانانو د پانګې او ملکیتونو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې وړاندې د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو پانګې یرغمل‌کېدو ته په اشارې ټینګار کړی، چې هېڅوک نه‌شي کولای د افغانانو ملکیتونه غصب کړي.
مجاهد زیاته کړې: «هېڅوک نه‌شي کولای د افغانانو شخصي ملکیتونه او پانګې یرغمل کړي. دوی حق لري د قوانینو په رڼا کې خپلې پانګې افغانستان ته راولېږدوي.»
پاکستان داسې مهال ای‌سي‌سي کارټ‌لرونکو کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړی، چې د ملګرو ملتونو په ګډون د بښنې نړۍوال سازمان او د کډوالو او بشري حقونو ګڼو ملاتړو بنسټونو له پاکستانه غوښتي، څو له دې کار څخه لاس واخلي او په جبري توګه دې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي؛ خو پاکستاني لوري دا هرڅه تر اوسه له پامه غورځولي دي.
څو ورځې وړاندې د بښنې نړۍوال سازمان یو وار بیا د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې سملاسي تېر شي او د نړۍوالو انساني حقونو له قانون سره سم اصلاحي ګامونه پورته کړي.
دغه سازمان وايي، پاکستان د ناقانونه بهرنیانو په نوم د اته لکو ډېرو افغانانو اېستلو دویم پړاو پیل کړی، چې افغانستان ته په ستنېدو له ګواښ سره مخ کېږي.
د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ فرانسې خبري اژانس ته په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه پورې له پاکستانه ۲۴ زره او ۶۶۵ کسان وتلي، چې له دې جملې ۱۰ زره او ۷۴۱ کسان په جبري ډول اېستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو