سارا اډمز: پاکستان کې د افغان کډوالو سره روان چلند د «اسلامي اصولو» خلاف دی

۲ ساعتونه مخکې

د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو (سي ای اې) ادارې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ویلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو سره روان چلند د اسلامي اصولو خلاف دی.

هغې پر اېکس پاڼه کاږلي:« زه یوه مسلمانه نه یم؛ خو فکر نه کوم، چې د افغان کډوالو سره روان چلند دې په اسلامي اصولو برابر وي.»

سارا اډمز زیاته کړې، دا یو غیرانساني عمل دی او که د پاکستان لپاره دا اړینه وي چې کډوال ستانه کړي؛ نو باید په عزت او د نړۍوالو قوانینو سره سم دې دغه چاره ترسره کړي.

مېزمن اډمز دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې تېره ورځ د «وایس پي کې» په نامه یوې رسنۍ د هغو افغان کډوالو په حواله خبر ورکړی، چې د پاکستان حکومت له‌خوا د جبري ستنولو پروګرام په لړ کې تورخم ته رسېدلي؛ خو د پاکستاني پولیسو له چلند څخه شکایت کوي او وايي، چې دوی یې په بې عزتۍ اړ کړي چې کډې بار کړي.

بل خوا بیا طالبانو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې باید افغان کډوال له دغه هېواده په زوره ستانه نه‌کړي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي:« موږ له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه ناستې کړې دي او لا هم ورسره په تماس کې یو. زموږ غوښتنه دا ده، چې دوی افغان کډوال باید په زوره ونه باسي؛ ځکه چې دغه جبري ستنول نه یوازې د نړۍوالو قوانینو خلاف دي، بلکې د اسلامي ارزښتونو او د ښه ګاونډیتوب اصولو خلاف دي.»

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف تازه ویلي:« کله چې ستاسو په کور کې کوم پناه غوښتونکی ستاسو کور ته زنده باد نه وایي او ستاسو بېرغ ته سپکاوی کوي او د هغوی خپلوان ستاسو د ساتونکو وینه تویوي؛ باید بېرته خپل وطن ته ستانه شي.»

پاکستان د افغان کډوالو په جبري توګه د اېستلو مودې له پای ته رسېدو راپه دې خوا د ۶ زره ۷۰۰ افغانانو په ګډون ۹ سوه ۴۴ کورنۍ افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړي دي.

په دغو کډوالو کې ۱۷۵۵ مېرمنې او له دوو زرو زیات ماشومان هم شامل دي.

نور خبرونه

رادیو