د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی په دغه هېواد کې د طالبانو د حکومت او اسلام اباد د اړیکو خنډ پاکستاني طالبان بولي.
محمد صادق د پوښتنې په ډول زیاتوي، «هغوی (طالبان) خو به د سپتمبر یوولسمې پېښې ته منتظر نه وي؟ چې بیا بهرنیان پوځي مداخله وکړي او افغانان یې بیه ور کړي.»
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمې پېښه کې د امریکا پر سوداګریزو بریدونو او پنټګان د الوتکو برید وشو او پړه یې پر القاعده واچول شوه.
هغه مهال د طالبانو حکومت د القاعده بنسټګر اسامه بن لادن امریکا ته ونه سپاره چې له امله یې پر افغانستان یرغل وشو او د طالبانو حکومت وپرځېد.
د طالبانو بیا واکمنېدو پسې پاکستان پر دې ډله تور لګوي چې د دوی د حکومت ضد وسلوالو ته یې پنا ور کړې ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق هم د ورته خبرې په کولو سره وايي: «ټي ټي پي د افغانستان او پاکستان د اړیکو خنډ د او باید حل لار یې وموندل شي. افغانستان باید په دې برخه کې زموږ سره کار وکړي. که دوی څه نه کوي، بیا هره معامله ختم بوله. هیڅ به ونه شي.»
محمد صادق په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وینا کې زیاتوي «د ترهګرۍ له منځه وړل د خلکو وژل یا پاکستان ته سپارل نه، بلکې د دوی کنټرول دی.»
د نوموړي په خبره، افغانستان له ۴۴ زرو پورې کلي لري چې طالبان یې کنټرولوي او د دوی له ځواکونو پرته څوک د وسلې ګرځولو اجازه نه لري، خو پاکستاني طالبان په ښکاره وسلې ګرځوي او څوک یې مخه نه نیسي.
هغه خپله وینا کې پوښتي: «اخر به څه پېښ شي، دا خلک به څه وکړي؟ دوی (طالبان) د سپټمبر ۱۱ حالت ته منتظر دي، چې بیا پېښ شي، بیا به بهرنیان یو څه وکړي او بیا به یې افغانان د ریښتونې دفاع لپاره بیه ور کړي؟ ځکه دلته سختې پوښتنې شته، دا موږ ته سختې پوښتنې دي، د افغانستان لپاره هم سخته پوښتنه ده.»
طالبانو د پاکستان د ورته تورونو په ځواب کې تل ویلي چې د افغانستان له خاورې هیچا ته ګواښ نشته او نه یې پرضد کارېږي.
دوی پر پاکستان هم تور لګوي چې د افغانستان پرضد یې په خپله خاوره کې داعش ته پنا ور کړې ده او په بلوچستان کې یې ورته روزنځي جوړ کړي دي.
د جمهوریت په وخت کې ورته تور پر پاکستان لګېده چې طالبان د کابل پرضد ملاتړوي، خو پاکستان پخوا او اوس دا تورونه ردوي.