د پاکستان امنیتي ځواکونو ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ولسوالۍ کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه یې د نفوذي برید په ترڅ کې اته وسله وال وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د یک شنبې په شپه یې د شمالي وزیرستان د حسن خېلو په سیمه کې هغه اته وسله وال وژلي چې غوښتل یې د ډيورنډ کرښې نه راواوړي او په پاکستان کې بریدونه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: " د دوی سرتېرو په اغېزمنه توګه د دوى د نفوذ هڅه شنډه کړه او له سختې نښتې وروسته اته وسله والو ووژل شول او څلور نور ټپيان شول."
خبرپاڼه وړاندې زیاتوي: "پاکستان بار بار د طالبانو له حکومته غوښتي چې د ډيونډ په کرښه موثره مدیریت ډاډمن کړي،"
خبر پاڼه زیاتوي، چې دوی تمه لري څو کابل به "خپل مکلفیتونه پوره کړي او د وسله والو له خوا د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو کړنو د دوام لپاره به د افغان خاورې کارولو ته به اجازه ورنکړي".
د پوځ په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی امنیتي ځواکونه په سیمه کې تصفیوي عملیات کوي تر څو سیمه له وسله والو پاکه کړي.
پاکستان له تېر کال راهیسې د نا امنۍ شاهد دی، تر ډېره ناامنه سیمي خېبر پښتونخوا او بلوچستان دي، چې د نا امنۍ پېښې پکې خورا ډېرې شوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د مارچ په میاشت کې په دغه هېواد کې د وسله والو بریدونه زیات شوي.
په دغه معلوماتو کې راغلي چې، په خیبرپښتونخوا کې لږ تر لږه ۲۰۶ کسان وژل شوي، چې ۴۹یې امنیتي غړي دي.
په دغه پېښو کې ۳۴ ملکيان، او ۱۲۳ وسله وال هم وژل شوي او ترڅنګ یې ۱۱۵ نور کسان ټپیان شوي چې په ژوبل شویو کې ۶۳ امنیتي کسان دي ۴۹ نور ملکي وګړي دي.
یاده دې وي، چې پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍوال تروریزم په نولړ کې په دویم ځای کې دی، چې د تېر کال په پرتله په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۴۵ سلنه زیات شوی.