په داسې حال کې چې بهرنۍ مرستې په بې ساري ډول راکمې شوې او د طالبانو حکومت د ستنېدونکو کډوالو د سمبالښت وړتیا نه لري، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پیل نورې اندېښنې راپارولې.
پاکستان دا مهال د درې میلیونه افغان کډوالو کوربه توب کوي، او ډېری یې هغه کسان دي چې له تیرو څو لسیزو جګړو له امله پاکستان ته کډه شوي دي.
په دغه شمېر کې هغه افغانان هم شامل دي، چې په پاکستان کې زېږېدلي یا یې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان پرېښی دی. خو اوس دا ټول وګړي له جبري ایستلو سره مخ دي.
د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه د ناقانونه بهرنیانو د ویستلو تر چتر لاندې، د افغان کډوالو د ثبت کارت لرونکو ته تر ۳۱ مارچ پورې وخت ورکړی و، چې پاکستان پرېږدي. او تېره اوونۍ ځینو حکومتي سرچینو ویلي و، چې دا نېټه نوره نه غځول کېږي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، شاوخوا ۸ لکه کارت لرونکي افغانان او یو میلیون بې سنده افغانان د ایستلو په دغه لېسټ کې شامل دي.
په ۲۰۲۳ کې د دغه کمپاین له پیله تر اوسه پورې ۸۴۳ زره افغانان بیرته هېواد ته ستانه شوي دي.
عرب نیوز د افغان کډوالو پر جبري ایستلو په ځانګړي راپور کې له عبدالفتاح جواد سره چې د احساس ټولنیز خدمتونو موسسې مشري کوي خبرې کړې دي.
هغه ویلي: «که دا بهیر همداسې دوام وکړي او سلګونه زره یا ان میلیونونه کسان راستانه شي، یو لوی بشري بحران به رامنځته شي.
د دومره زیاتو خلکو لپاره د کور، کار او زده کړو زمینه برابرول ډېر ګران کار دی. روغتیایي خدمتونه یې هم له لویو ننګونو څخه دي.»
په تیرو دوو میاشتو کې له ۲۰۰ زیات روغتیایي مرکزونه د بودجې د کموالي له امله تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي.
اټکل کېږي چې تر جون میاشتې پورې ۲۰۰ نور مرکزونه هم وتړل شي. دا ستونزې تر ډېره د امریکا له لوري د پراختیایي مرستو د بندېدو له امله رامنځته شوي.
د دغو مرستو لړۍ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه ځانګړي فرمان له کبله بندې شوې.
امریکا چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې تر ټولو ډېرې مرستې کولې په ۲۰۲۱ کال کې د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته یې دا دی اوس خپلې پراختیایي پروژې هم بندې کړې.
له دې سره د طالبانو حکومت هم د نړۍوالو بندیزونو سره مخ شوې او د میلیاردونو ډالرو پروژې هم پرې ودریدې.
عرب نیوز په خپل راپور کې کاږي، چې دغو بدلونونو د هېواد اقتصاد ته سخت زیان ورساوه. د روغتیا، تعلیم او د خوړو د وېش په څېر د لومړنیو خدمتونو بهیر ګډوډ شو. میلیونونه کسان له اساسي مرستو بې برخې شول.
فریدالدین نوري د افغان ښځو لپاره د یوې مرستندویه موسسې مشر وایي، چې دا حالت به د کډوالو بیرته راتګ لا ستونزمن کړي.
نوموړي عرب نیوز ته ویلي: «افغانستان دا مهال د کډوالو په ډله ییزه توګه بېرته راستندیو لپاره هېڅ ډول چمتووالی او تیاری نه لري. د نړۍوالو مرستو بندېدل، خصوصاً د امریکا له لوري، دا وضعیت لا خراب کړی دی. دا یوه لویه ننګونه ده او شته بحران به ژور کړي.»
نوموړی زیاتوي چې ډېری ملي او نړۍوالې ادارې چې د بېرته ستنیدونکو کډوالو ځای پرځای کولو کې یې کار کاوه، د بودجې د نشتوالي له امله بندې شوې دي.
په داسې حال کې، چې افغانستان کې د بی کارۍ کچه خورا لوړه شوې، د سلګونه زره راستنېدونکو کورنیو لپاره د کار پیدا کول ډېر ګران کار بلل کېږي.
نوري زیاتوي چې د افغانستان اقتصاد لا هم له بهرنیو مرستو سره تړلی دی او نړۍواله ټولنه باید سملاسي مالي مرسته وکړي.
بلخوا د طالبانو حکومت هم د کډوالو د منلو لپاره روښانه پلان نه لري. د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر تېره میاشت ویلي و، چې افغانان باید بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، خو دا بهیر باید له زور پرته په منظمه او تدریجي توګه ترسره شي.
د کابل په کاتب پوهنتون کې د اقتصاد استاد ډاکټر طیب خان هم اندېښنه څرګندوي، چې د راستنېدونکو ماشومانو وضعیت به تر ټولو خراب وي.
د هغه په خبره: «د هېواد کمزوری اقتصاد تر سخت فشار لاندې دی او بشري مرستو ته اړتیا لا زیاته شوې ده. د طالبانو حکومت به یوازې د دغو ماشومانو د زدهکړو او روغتیايي خدماتو چمتو کولو وس ونه لري.»
هغې زیاته کړه: «ډېری دغو کډالو له هېواده دباندې خپل ژوند او کار جوړ کړی دی. که چیرې دوی مجبوره شي چې بېرته راستانه شي، نو د کار پیدا کول به ورته یو ستره ستونزه وي. ځکه لا وار دمخه په هېواد کې زرګونه خلک د کار موندنې له ستونزو سره مخ دي. اوس د بې کارۍ کچه ځکه لوړه شوې چې نړۍوالې مرستې بندې شوي او پروژې هم ځنډیدلي دي.»