په بغلان کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د قدریه په نوم یوه ښځینه زنداني چې د کورني تاوتریخوالي قرباني وه، خپل پلار ته سپارلې ده.
قدريه مخکې خبرداری ورکړی و، چې که یې پلار ته وسپارل شي، وژل کېږي.
ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو د شنبې په ورځ د وري په ١٦مه نوموړې له زندان څخه خوشې او پلار ته يې وسپارله.
دغو سرچینو ویلي، چې قدريه د طالبانو له زندان څخه د خلاصون لپاره زړه نه ښه کاوه، خو پلار یې د "زور" او بد چلند له مخې له زندانه اېستلې ده.
د سرچينې په وينا، قدريه دومره سخته ووهل شوه، چې بې حاله شوه.
۲۸ کلنې قدریه تر دې مخکې د بغلان د کیله ګي له زندان څخه په یوه ویډیو کې ویلي وو، طالبان پلان لري چې له زندانه نوموړې خوشې او پلار ته یې وسپاري.
په دغه ویډیو کې چې د افغانستان انټرنشنل ته استول شوې، قدریه د خپل ژوند د ژغورلو لپاره د مرستې غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته ښايي د خپل پلار په لاس ووژل شي.
د یادې مېرمنې په وینا، د هغې پلار هغې ته خبرداری ورکړ چې هغه به په "ډېر ظالمانه" ډول ووژني "تر څو نړۍ پوه شي، چې د طلاق اخیستلو او له کوره د تېښتې سزا څه ده."
د ۱۴۰۲ کال د زمري په میاشت کې له بغلان څخه سرچینو افغان انټرنیشنل ته وویل، چې طالبانو پلان درلود څو د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې یوه ښځه له کوره د تیښتې په خاطر په ډبرو ووژني.
هغه مهال د بشري حقونو فعالانو د پراخ کمپاین په پیلولو سره د کورني تاوتریخوالي د دغې قرباني شوې ښځې د سنګسارولو د خطر مخه ونیوله.
په یوه غږیز فایل کې دغه ښځه وايي، چې طالبانو هغه سنګسار نه کړه، بلکې په زندان کې یې تر ۱۵۰ په ډېرو دورو وهلې ده.
په یوه ویډیو کې چې په دې وروستیو کې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، قدریه وايي چې دوه کاله وړاندې یې پلار د طالبانو په محکمه کې د دې پر ضد شکایت کړی او د سنګسار غوښتنه یې کړې ده.
قدريه وايي، چې هغه مهال د خپل پلار په کور کې له کورني تاوتريخوالي سره مخ وه، نو په کابل کې يې د خپلې خور کور ته پناه يوړه.
طالبانو دغه ښځه د قدریه د پلار خليل الرحمن د شکايت له ترلاسه کولو وروسته نيولې وه.
د دغې مېرمنې د معلوماتو له مخې، هغه مهال د هغې پلار خلیل الرحمن هغه "له کور څخه په تېښته" تورنه کړې او د طالبانو له محکمې یې غوښتي وو، چې سنګسار یې کړي.
هغې وويل، چې پلار يې د طلاق اخیستو له امله په غوسه دى.
د کورني تاوتريخوالي دغه قرباني وايي، له دې پېښې دوه کاله وروسته طالبانو پرېکړه وکړه، چې هغه به د بغلان له کیله ګي زندانه خوشې او پلار ته يې وسپاري.
د دغه مېرمنې په وینا، پلار ته یې سپارل د هغه د ژوند د پای په معنا ده.
په دغه ویډیو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، قدريه وايي چې د طالبانو زندان د ده لپاره د پلار له کور څخه ډېر خوندي دی.
هغه د طالبانو له چارواکو، د افغانستان له خلکو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې تر هغې دې خپل ته پلار له سپارلو ډډه وکړي، تر څو د اوسېدو لپاره خوندي ځای ورته نه وي برابر شوی.
په دې ویډیو کې قدریه وايي، چې د طالبانو محکمې لومړی په پنځه کاله بند محکومه کړه، خو پلار یې ویل چې لور یې باید سنګسار شي او یا هم په لس کاله بند محکومه شي.
د هغه په وينا، دويمې محکمې هغه په ١٨ مياشتو بند محکومه کړه، خو پلار يې غوښتل چې اعدام شي او يا سنګسار شي.