د رویټرز د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي، چې پلان لري د مئ میاشتې په لومړیو کې سعودي عربستان ته سفر وکړي او همدا راز به په عربي اماراتو او قطر کې هم دمه وکړي.
د رویټرز خبرې اژانس د راپور له مخې، د دغه سفر موخه له سعودي عربستان سره د پانګونې تړون لاسلیک کول دي او دا به د ډونالډ ټرمپ د ولسمشر په توګه سپینې ماڼۍ ته له راستنیدو وروسته د هغه لومړنی بهرنی سفر وي.
ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «ښايي دا سفر په راتلونکې میاشت کې وي، او یا کېدای شي له دې نېټې لږ وروسته وشي.»
رویټرز ته څلورو باوري سرچینو، چې له دې موضوع سره اشنا دي ویلي، چې د دغه سفر لپاره د مئ میاشت په نیمایي کې وخت په نظر کې نیول شوی دی.
د یادولو وړ ده، چې ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د خپلې ولسمشرۍ د لومړۍ دورې بهرنيو سفرنو لړۍ سعودي عربستان او اسراییل ته په سفر کولو پیل کړې وه.
ولسمشر ټرمپ د خپلو هغو څرګندونو په تکرارولو سره چې د مارچ میاشتې په لومړیو کې یې کړې وې، وویل، سعودي عربستان ته یې د سفر موخه د متحده ایالاتو په اقتصاد کې د یو ټریلیون ډالرو پانګونې تړون لاسلیک او د نظامي تجهیزاتو پیرودل دي.
هغه وړاندیز وکړ، چې ورته تړونونه به په قطر او متحده عربي اماراتو کې لاسلیک شي. او زیاته یې کړه، په دې دوو یا دریو ورځو کې به د پام وړ کارونه ترسره شي.
خو ولسمشر ټرمپ د دغو تړونونو په اړه نور جزیات په ډاګه نه کړل.
یوې سرچینې ویلي، احتمال شته د بحث په نورو موضوعاتو کې په اوکراین کې د روسیې درې کلنه جګړه او همداشان د غزې جګړه شامله وي.