د پاکستان ایکسپریس ټربیون د خبر له مخې، د دغه هېواد د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله ویلي، چې په پاکستان کې د طالبانو او هند په استخباراتو پورې تړلي جاسوسان به د اسلام اباد له پریکنده اقداماتو سره مخ شي.
هغه وايي، د «ترهګرۍ ګواښ د کمولو یوازینۍ حل لاره پوځي عملیات» دي.
د شهباز شریف دغه سلاکار د دوشنبې په ورځ د سلواغې ۱۱مه د پاکستان په فیصل اباد ښار کې په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ، چې دغه هېواد به نوره ترهګري ونه زغمي.
بلخوا بیا څو ورځې وړاندې د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي اصف دوراني ډان ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې لیکلي و، چې طالبانو هند ته اجازه ورکړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد فعالیتونو لپاره وکاروي.
هغه زیاتوي چې د طالبانو په وړاندې د پاکستان سخت دریځ پر دغې ډلې د هند د نفوذ ساحه پراخوي.
په دې وروستیو کې دپاکستاني طالبانو تحریک او بلوڅ بیلتون غوښتونکو غورځنګ د مسایلو او له هند سره د طالبانو د نږدیوالي له امله د اسلام اباد او طالبانو تر منځ د اړیکو ترینګلتیا له زیاتیدو وروسته پاکستان یو ځل بیا طالبانو ته د نیوکې ګوته نیولې ده.
اسلام اباد پر طالبانو تور پورې کړی، چې له هند سره د پاکستان د حکومت ضد وسله والو ملاتړ کوي.
په بلوچستان کې د جعفر ایکسپریس پر اورګاډي د بلوڅ وسله والو له وروستي برید وروسته پاکستان اعلان وکړ، چې یرغمل نیونکي په افغانستان کې د دغه برید له پلانوونکو سره په تماس کې وو.
پاکستان همداشان هندوستان هم په دغه برید کې په لاس لرلو تورن کړی دی، خو طالبانو او هند د پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.