سرچینې: تورخم دروازه نن د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستل کیږي

AP ۱۴۰۴ وری ۲

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې تورخم کې د مسافرینو د ثبت سېسټم کې ستونزې حل شوي او نن دغه دروازه د دواړو خواوو وېزه لرونکو عامو خلکو د تګ راتګ لپاره پرانستې ده.

تورخم دروازه ۲۶ ورځې د پاکستان له لورې په تورخم کې د طالبانو له‌خوا په ډيورنډ فرضي کرښه د چیک پوستو د جوړولو په غبرګون کې تړل شوې وه.

دلته د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې وشوې چې په پایله کې یې د مسافرینو د ثبت سېسټم زیانمن شوی و.

تېره ورځ د ۲۵ ورځو ځنډ وروسته تورخم دروازه د سوداګریزو فعالیتونو لپاره پرانیستل شوه او ترڅنګ یې افغان ناروغانو ته پاکستان ته د تګ اجازه ورکړل شوې وه.

د معلوماتو له مخې د تورخم له لارې هره ورځ د بار وړونکو لاریو تر څنګ نږدې ۱۰ زره مسافر تګ راتګ کوي او په ډېورنډ فرضي کرښه دغه دروازه د سوداګرۍ او د خلکو د بېروبار له پلوه تر ټولو بوخته لار ګڼل کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دفتر د معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۴ کال کې له ۱.۶ میلیارد ډالرو څخه اوښتی و.

چارواکي وايي، له تورخم لارې هره ورځ شاوخوا ۱۵۰۰ بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي.

نور خبرونه

رادیو