ترکمنستان له طالبانو نه د ټاپ ۵۰۰ پروژې لارنقشه غوښتې ده

۱۴ ساعتونه مخکې

په کابل کې د ترکمنستان سفیر د طالبانو د اوبو او انرژۍ له وزیر څخه د ټاپ ۵۰۰ پروژې د لارنقشې شریکولو غوښتنه کړې. د دغې پروژې هوکړه لیک په ۲۰۱۵ کال کې شوی، خو تر اوسه یې په افغانستان کې عملي چارې نه دي پيل شوې.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې د د دوه اړخیزې همکارۍ او ټاپ پروژې د پلیتابه پر چټکیتا ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت څخه د ټاپ پروژې د لارې نقشې شریکولو غوښتنه کړې.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د ټاپ پروژې د لارې نقشه وروستۍ شوې او ډیر ژر به یې له ترکمنستان سره شریکه کړي.

د ټاپ ۵۰۰ پروژه د افغانستان له لارې د ترکمنستان برېښنا پاکستان ته لیږدوي. د دغې پروژې هوکړه د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان د ولسمشرانو له لوري په ۲۰۱۵ کال کې په عشق اباد کې لاسلیک شوه.

د دغې پروژې د پانکونې هوکړه په ۱۳۹۷ کال کې د تېر نظام د برېښنا او انرژۍ وزارت له لوري د چارلک هولنډنګ ترکي کمپنۍ سره لاسلیک شوه.

ترکمنستان د دغې پروژې لپاره خپل بشپړ چمتووالی ښودلی خو د افغانستان په خاوره کې لا هم دغه پروژه نه ده بشپړه شوې.

تردې وړاندې هم ترکمن او طالب چارواکو د ټاپ پروژې د عملي چارو د پیلیدو په اړه ناستې کړې وې.

نور خبرونه

رادیو