د اروپايي ټولنې د سږ کال لومړنۍ بشري مرسته افغانستان ته ورسېده

AP ۱۴۰۳ کب ۲۸

اروپايي ټولنې خبر ورکړی،چې د ۲۰۲۵ کال د بشري مرستو لومړنۍ الوتکه تېره شپه ناوخته کابل ته رسېدلې.

د افغانستان لپاره دغې ټولنې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې په دغو بشري مرستو کې ۱۰۰ ټنه درمل او طبي توکي شامل دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د سې شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه له دغو مرستو سره د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د شارژدافيرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار انځور هم خپور کړی دی.

اروپايي ټولنې ویلي، چې دوی له خپلو شریکانو سره يو ځای د دغې ټولنې د مالي برخې له تامين سره، په افغانستان کې له اړمنو کورنيو سره مرستې ته ژمن دي.

دا مرستې په داسې حال کې افغانستان ته رسېدلي، چې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د مالي سرچینو کمښت به د دغه سازمان له خوا د ملاتړ ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو لامل شي او ۱.۸ میلیونه نور افغانان به له لومړنیو روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.

نور خبرونه

رادیو