د پاکستان د ګمرک چارواکو ویلي، چې د تورخم په دروازه به هره ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسط ډول د درې میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات ترسره کېدل خو په تېرو ۲۲ ورځو کې په دې دروازه هیڅ ډول سوداګرې نه ده شوې.
د پاکستان د ګمرک چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د تورخم دروازې په تړل کېدو سره هره ورځ دواړه هېوادونه له دوه اړخیزې سوداګرۍ درې میلیونه ډالر له لاسه ورکوي.
چارواکو ویلي، چې د تورخم دروازې له لاري هره ورځ افغانستان نه د ۱،۶ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات او د ۱،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادارت کېږي.
د پاکستانو د ګمرکونو چارواکو ویلي، چې د تورخم دروازې په تړل کېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنخ په تېرو ۲۲ ورځو کې د ۶۶ میلیونو ډالرو په ارزښت دوه اړخیزه سوداګري نه ده شوې.
پرهمدغه مهال د پاکستان د کډوالۍ ادارې ویلي، چې د تورخم دروازې له تړل کېدو وړاندې هره ورځ شاوخوا لس زره کسانو دواړو لوریو ته تګ راتګ کاوه خو له تېرو ۲۳ ورځو راهیسې دغه دروازه د سوداګرۍ ترڅنګ د پلي مساپرو پرمخ هم تړل شوې ده.
د تورخم دروازه ۲۳ ورځې وړاندې له هغه وروسته وتړل شوه، چې ډیورنډ کرښې ته څیرمه د طالبانو د پوستې له جوړولو سره پاکستاني ځواکونو مخالفت وکړ او د دواړو لوریو ترمنځ نښتې وشوې.
د تورخم ستونزې د حل په موخه د دواړو خواوو د سوداګرو او قومي مشرانو په ګډون یوه جرګه هم جوړه شوې، خو له څو ځله مذاکراتو وروسته بې پایلي پای ته ورسیده او دروازه لا هم د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ تړلې ده.