له اسلام اباده سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته خبر ورکړی، چې پولیس د شپې ناوخته په ۲:۳۰ بجو ګلبرګ ګرین ښارګوټي ته ورغلي او شاوخوا ۳۰ تنه افغانان یې له خپلو کورونو نیولي دي.
د سرچینو په وینا، پولیسو ځیني هغه کډوال هم له ځانه سره وړي چې قانوني ویزې یې لرلې.
سرچینو زیاته کړې، پولیسو دوه موټره له کډوالو ډک کړل او له ځان سره یې یوړل.
د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې پاکستان په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیولو او بېرته ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.
سرچینه وړاندې وایي، د پاکستان پولیس وخت ناوخت د افغان کډوالو کورونو ته ورځي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ افغانان له ځان سه بیايي چې ځیني یې بیا د پیسو په بدل کې بېرته خوشې کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت هغو کډوالو ته د روان کال د جون میاشتې تر وروستۍ نېټې وخت ورکړی و، چې لوېديځو هېوادونو ته د تګ لپاره د ویزو په تمه دي.
خو تېره شپه پولیس د همدې کډوالو کورونه ته ورغلي، چې د لوېدیځو هېوادونو ویزو ته په تمه دي.
له بل پلوه په پاکستان کې افغان کډوال اسامه وایي، چې د ویزو د تمدید په برخه کې له خورا ستونزو سره مخ دي.
د هغه په وینا، ویزې یې په خپل وخت نه تمدېدېږي او د ویزو موده یې یوې میاشتې ته راکمه شوې چې له امله یې په ویزو ګڼه ګوڼه ډېره شوې او د ویزو په تمدېد کې ځنډ د دوی د نیولو لامل کېږي.
له بل پلوه تازه پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خبر ورکړی، چې د راولپنډۍ په حاجي کمپ کې شاوخوا ۱۴۰ کډوال بند پاتې دي.
د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، په تېرې یوې اونۍ کې شاوخوا ۸۲۰ افغان کډوال په راولپنډۍ ښار کې نیول شوي دي.