د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، چې د جون تر پایه له پاکستانه د ټولو افغان کډوالو اېستل ستونزمن دي؛ ځکه هغوی نشي کولی خپل ټول ژوند او شتمنۍ په دومره لنډه موده کې راټولې کړي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې پاکستاني رسنیو تر دې وړاندې راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد حکومت پلان لري؛ څو د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت افغان کډوالو ته د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړی، چې دغه هېواد پرېږدي.
د راپورونو له مخې، د هغو افغانانو د استوګنې موده چې غواړي درېیم هېواد ته لاړ شي، د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې پورې غځول شوې؛ خو د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې له بل هېواده د ویزې د نهترلاسه کولو په صورت کې هغوی هم ناقانونه کډوال ګڼل کېږي او له له دغه هېواده به و اېستل شي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلي عبدالکبیر په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه ویلي، چې په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند ډېر شوی.
هغه له دغو دوو هېوادونو غوښتي، چې له کډوالو سره دې د نړۍوالو اصولو له مخې انساني او اسلامي چلند وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې په دوو جلا، جلا ناستو کې په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بېکدلي او د پاکستان له سفیر عبيدالرحمان نظاماني سره په لیدنه کې کړې دي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې طالبان افغان کډوال هڅوي، چې خپل هېواد ته ستانه شي؛ خو په کور دننه د شرایطو د نه برابرېدو له امله باید کوربه هېوادونه د جبري اېستلو پر ځای د یوې منظمې او تدریجي تګلارې له مخې چلند وکړي.
هغه د تورخم په تړاو ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د وړو ستونز لپاره دې د خبرو لاره غوره شي.
هغه زیاته کړې، د تورخم دروازې تړل، جګړه او تاوتریخوالی یې د حل لاره نه ده او په تورخم کې دې له تخریبي کړنو ډډه وشي.
په خبرپاڼه کې په کابل کې د پاکستان سفیر له حوالې راغلي، چې د طالبانو غوښتنې به په رسمي ډول له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي.
هغه وویل، د پاکستان راتلونکی له افغانستان سره تړلی دی، له همدې امله افغان کډوالو څخه د سیاسي ابزارو په توګه ګټه نه اخلي؛ بلکې غواړي چې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.
دارنګه په خبرپاڼه کې د ایران سفیر علیرضا بیکدلي له حوالې راغلي، چې ایران له قانوني کډوالو سره د همکارۍ هڅې کوي؛ خو د ناقانونه کډوالو ستونزو ته باید دایمي حل لار پیدا شي.
نوموړي زیاته کړه:« موږ غواړو، چې په ایران کې مېشتو ناقانونه کډوالو ته د اړتیا وړ قانوني اسناد ورکړل شي.»