نبېلا (مستعار نوم) یوه لس کلنه افغان نجلۍ ده، چې له خپلې کورنۍ سره په اسلام اباد کې اوسېږي؛ د ژوند کړۍ یې اوس یوازې د کور یوې کوچنۍ خونې او د کور تر مخې کوڅې پورې را تنګه شوې ده.
هغه د تېر زېږدیز کال د ډسمبر میاشتې راهیسې ښوونځي ته نه ده تللې؛ ځکه چې اعلان شوی چې هغه افغان ماشومان نور ښوونځیو کې نه منل کېږي، چې د پاکستان د زېږون رسمي سند ونه لري؛ خو حتی که اجازه هم ورکړل شوې وای، نبېلا وايي چې بیا یې هم ښوونځي ته زړه نه ورتلو.
هغې په ژړا ژړا کې بيبيسي ته په مرکه کې ویلي:« یوه ورځ ناروغه وم او مکتب ته لاړه نه شوم، بیا مې واورېدل چې پولیس راغلي وو او د افغان ماشومانو پوښتنه یې کوله».
هغې دا هم وویل، چې د یوې ملګرې کورنۍ یې بېرته افغانستان ته ستنه کړای شوې ده.
پاکستان کې د افغان کډوالو له وېرې ډک ژوند
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې پولیس وخت ناوخت افغانان نیسي او ځیني بېرته افغانستان ته استوي.
اټکل کېږي، له درې مېلیونه افغانانو څخه چې په پاکستان کې ژوند کوي نیمايي یې قانوني اسناد نه لري.
ډېری افغانان وايي، چې هغوی هره ورځ د پولیسو له چاپو، نیونو او اېستلو سره مخ دي.
ځینې افغانانو بيبيسي ته ویلي، که بېرته افغانستان ته واستول شي؛ نو هلته یې ژوند ته د ګواښونو وېره شته، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د امریکا د بیا مېشتېدو (ریسِټلمِنټ) په پروګرام کې شامل وو؛ خو دا پروګرام د ټرمپ ادارې لهخوا په ناڅاپه توګه ودرول شو.
د پاکستان دریځ او د نړۍوالو اندېښنې
په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازې فیلیپا کنډلر وايي، چې پاکستان د افغانانو د بیا مېشتېدو پروسې له اوږدېدو ناراضه دی.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د راپور له مخې یوازې د فبرورۍ په لومړۍ نیمایي کې ۹۳۰ افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي، چې دا شمېر د دوو اونیو مخکې له هغې دوه برابره زیات شوی دی.
راپور کې زیاته شوې، لږ تر لږه ۲۰ سلنه هغه کسان چې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه اېستل شوي؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اسناد یې لرل.
پاکستان د کډوالو نړۍوال کنوانسیون برخه نه دی او مخکې یې اعلان کړی و، چې افغانان په دې هېواد کې قانوني پناه غوښتونکي نه ګڼي.
د پاکستان حکومت وايي، چې دغه تګلاره ټول ناقانونه بهرنیان رانغاړي او هغوی ته یې د وتلو وروستۍ نېټې ټاکلې دي.
هغه کسان چې قانوني ویزې نه لري، باید د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې له پاکستانه ووځي او هغه کسان چې د بیا مېشتېدو لیکونه لري، تر ۳۰م د جون پورې وخت لري.
اندېښنو او لالهاندیو ځپلي کډوال
د نبېلا کورنۍ بيبيسي ته وايي، چې دوی بله چاره نه لري پرته له دې چې پټ ژوند وکړي.
د هغې پلار حامد چې تر ۲۰۲۱کال وړاندې یې د افغانستان په پوځ کې دنده ترسره کړې وویل:« ما خپل هېواد ته خدمت وکړ؛ خو اوس ارزښت نه لرم. زما دنده زما راتلونکی تباه شو».
دغه کورنۍ نه ویزه لري او نه هم د بیا مېشتېدو پروګرام برخه ده او وايي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له دفتر سره یې اړیکې بې ځوابه پاتې دي.
طالبانو بيبيسي ته ویلي، ټول افغانان باید بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ ځکه «هغوی کولای شي بې له وېرې په خپل هېواد کې ژوند وکړي».
خو د ملګرو ملتونو ۲۰۲۳ کال راپور دا خبره رد کړې او ښيي، چې سلګونه پخواني حکومتي چارواکي او د امنیتي ځواکونو غړي سره له دې چې طالبانو ورته عمومي بښنه اعلان کړې وژل شوي دي.
دا خبرې نبېلا او د هغې کورنۍ ته هیڅ ډاډ نه ورکوي. دوی هر ځل چې پولیس یا حکومتي چارواکي د دوی کور ته نږدې راڅرګندېږي له خپل ځایه تېښته کوي.
د اېستلو نوې څپه
د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې راهیسې پاکستان د «ناقانونه بهرنیانو د اېستلو» پروګرام پیل کړی، چې له مخې یې تر دې دمه ۸۳۶,۲۳۸ افغانان بېرته افغانستان ته استولي دي.
په دې وروستیو کې د پولیسو له لوري ځینې نیول شوي افغانان د اسلام اباد په حاجي کمپ کې ساتل کېږي.
احمد چې د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام وروستي پړاوونه یې تېریدل، وايي: «کله چې ټرمپ دغه پروګرام ودراوه، زما وروستۍ هیله هم له منځه لاړه».
هغه کیسه کوي، چې څو اونۍ مخکې کله چې له کوره بهر و، درې کلنې لور یې ورته زنګ وواهه:« بابا ژر راشه، پولیس راغلي».
احمد درې ورځې په حاجي کمپ کې و، چې هلته ورته یوه کمپله ورکړل شوې وه او هره ورځ یې یوازې یوه ټوټه ډوډۍ خوړله.
دی وايي، هلته یې موبایلونه هم ترې اخیستي وو.
د پاکستان حکومت وايي، هڅه کوي ډاډ ورکړي چې «هیڅوک د اېستلو پر مهال له بد چلند سره مخ نه شي».
بيبيسي په خپل خپاره کړي راپور کې ویلي، هڅه یې کړې چې د حاجي کمپ له دننه څخه هم لیدنه وکړي او راپور واخلي؛ خو پاکستاني چارواکو اجازه نه ده ورکړې.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویلي، چې د پاکستان له حکومت سره اړیکه لري؛ څو د بیا مېشتېدو غوښتونکو افغانانو وضعیت وڅاري.
دغه انسانی ناورین ورځ تر بلې پراخېږي او د نبېلا د کورنۍ په څېر یې زرګونه کورنۍ له وېرې او ناڅرګند برخلیک سره مخ کړې دي.
پاکستان د هغو افغان کډوالو لپاره چې په قانوني توګه په دغه هېواد کې مېشت دي د ویزو د تمدید پروسه نه یوازې دا چې سخته کړې؛ بلکې د تمدید موده یې هم له شپږو میاشتو څخه یوې میاشتې ته راټیټه کړې.