د حماس ډلې ویاند طاهر النونو وايي، که اسراییل دایمي اوربند ته غاړه کېږدي او خپل ټول ځواکونه د غزې له تړانګې څخه وباسي، دا ډله چمتو ده چې د اوربند تړون په دویم پړاو کې ټول یرغمل شوي کسان پر یو وخت خوشې کړي.
اېماېساېن (MSN) نړۍوالې رسنۍ د پنجشنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۲۰مه) د حماس ډلې ویاند طاهر النونو په حواله ویلي، چې د اسراییل لهخوا د دایمي اوربند د ټینګښت په صورت کې د ۲۰ کلن امریکايي-اسراییلي عیدان الېکسندر په ګډون پاتې ۵۹ یرغمل شوي اسراییلیان خوشې کوي.
د حماس ویاند زیاته کړې ده: «مونږ منځګړو ته ویلي، چمتو یو چې د تړون په دویم پړاو کې پر یو وخت ټول یرغمل شوي کسان خوشې کړو، نه د اوسني لومړني پړاو په څېر.»
ټاکل شوې د اوربند لومړی پړاو د مارچ په لومړۍ نېټه د ۳۳اسراییلي یرغمل شویو کسانو له خوشې کېدو وروسته پای ته ورسېږي او وروستي یرغمل شوي کسان د راتلونکې شنبې په ورځ خوشې کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د غزې اوربند د هوکړې پر بنسټ د بندیانو د تبادلې په شپږم پړاو کې د ۳۶۹ فلسطینیانو په بدل کې ۳ اسراییلیان خوشې کړل.
د یادونې ده، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د یوې اوږدې او مرګونې جګړې په پایله کې شاوخوا ۴۸ زره او ۲۳۹ فلسطینيان وژل شوي او ۱۱۱ زره او ۶۷۶ نور یې ټپیان دي.
همداراز، د اسراییل له خوا د ځپونکونو هوايي او ځکمني بریدونو له امله د غزې ښار پر یوې کنډوالې بدل شوی او کابو ۹۰ سلنه اوسېدونکي یې له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.