د اتریش چارواکي وایي، د ویلاج په مرکز کې هغه پرونۍ پېښه چې په کې یوه ۲۳ کلن سوریایي کډوال د چړې په ګوزارونو یو ۱۴ کلن ځوان وواژه او ۵ تنه نور یې ټپیان کړل؛ برید کوونکي یې له داعش ډلې سره تړاو لاره.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرارډ کارنر په وینا، پولیسو د لومړني خبر ترلاسه کولو اووه دقیقې وروسته شکمن کس ونیو.
د اتریش چارواکو دا هم ویلي، چې د دغه سوریایي برید کوونکي په کور کې د داعش ډلې بېرغ موندل شوی او هغه د برید څخه مخکې د اسلامي دولت ډلې داعش سره د خپل بیعت یوه ویډیو هم ثبت کړې وه.
پولیسو ټینګار کړی، چې شکمن کس پخوانۍ جرمي دوسیه نلري او د څارنې په نوملړ کې هم شامل نه و.
دغه راز امنیتي چارواکو د پناه غوښتونکو د څارنې لپاره د زیاتو واکونو غوښتنه هم کړې ده.
دغه برید څو میاشتې وروسته له هغه ترسره کېږي، چې په ویانا کې د ټېلر سوېفټ په کنسرټ کې د یو بل تنکي ځوان لهخوا چې له داعش ډلې سره یې تړاو لاره؛ د ځانمرګي برید د ترسره کولو پلان شنډ شو.