د ایران د ولسمشر مرستیال علي سلاجقه وویل، چې د هلمند له سیند څخه د دوی کلنۍ حقابه ورکړل شوې ده.
تر دې مخکې د ایران د اوبو د صنعت ویاند ویلي وو، چې ایران د هلمند له سیند څخه د اوبو خپله برخه نه ده ترلاسه کړې او سږ کال له افغانستان څخه ایران ته د اوبو د ننوتو کچه صفر ته رسېدلې ده.
ايسکا خبری اژانس د چهارشنبې په ورځ د (وري ۲۹مه) د ایران د ولسمشر د مرستیال له قوله خبر ورکړ، چې د طالبانو له چارواکو سره په خبرو اترو کې دغې ډلې د ایران په وړاندې مناسب چلند درلود او سږ کال د هلمند د سیند د اوبو د خلاصون لړۍ په ټاکلي وخت ترسره شوه.
هغه هیله څرګنده کړه، چې طالبان به د ایران د اوبو د حقابې ورکولو د تامین بهیر ته دوام ورکړي.
د ايسکا د خبر له مخې، چې ښاغلي سلاجقه د چهار محل او بختيار ښارونو ته د خپل سفر پر مهال د چاپېريال ساتنې ادارې د سترو پاليسو په اړه وويل: « موږ له تيرو کلنو راهيسې د اوبو د سرچينو مديريت ته ډېره پاملرنه نه ده کړې.»
هغه زیاته کړه، له افغانستان څخه د راغلو اوبو اندازه د ایران څخه د وتلو اوبو په اندازه ده، ځکه هر کال شاوخوا ۱۰ مليارډه متره مکعب اوبه له ایران څخه وځي، چې د منځنۍ اندارې ورته مقدار دی.
د دغه راپور له مخې ښاغلي سلاجقه وویل: «موږ هڅه وکړه، چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د اوبو د مسلې په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره موافقتنامې، اړيکې او خبرې اترې وکړو.»
هغه وویل ځینې هیوادونه، چې نه غواړی دګاونډیو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې شی، د اوبو مسله د هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو د رامنځته کولو وسیله ګرځوی؛ خو ایران له خپلو قانوني صلاحیتونو څخه په استفادې سره هڅه کوي، چې دغه مسایل تعدیل او خپل د اوبو حقوق تر لاسه کړي.
د ایسکا نیوز د راپور له مخې، ښاغلی سلاجقه د ایران د اوبو د حق په اړه وویل، د افغانستان له واکمنو چارواکو سره مفصلې ناستې او ګڼې خبرې اترې شوې، د اوبو حقابه او چاپېریال مسایل له نورو ژمنو جلا شوي دي.
د ایران د ولسمشر مرستیال زیاته کړهبحث پر دې و، چې د افغانستان په بندونو کې د اوبو اندازه دې کچې ته رسېدلې چې باید خوشې شي او طالبانو هم دغه اوبه خوشې کړي.
ښاغلي سلاجقه دا هم وویل، چې د طالبانو یو پلاوی ایران ته په سفر راځي او په راتلونکو غونډو کې به دا مسایل تعقیب او د شته تړونونو پر بنسټ د حقونو د تامین په اړه خبرې وشي.