د بشري حقونو د څار سازمان په الاهلي روغتون برید« وحشتناکه او د نه ویلو» بیان کړی دی.
دغه سازمان په یوې خبرپاڼه کې د نړۍ له مشرانو غوښتي، چې د ولسي خلکو د لا زیاتې مرګ ژوبلې مخه دې ونیسي.
د بشري حقونو د څار سازمان په وینا پاڼه کې راغلي، چې د بشري نړۍوالو قوانینو له مخې ټولې ښکېلې غاړې باید د ولسي خلکو او ملکي ودانیو د خوندیتوب لپاره لازمه پاملرنه وکړي.
دغه سازمان ویلي: «روغتونونه له ځانګړي خوندیتوبه برخمن دي. بریدونه که هغه قصدي وي او یا په بې پروایۍ ترسره شوي وي، په جنګي جرمونو کې شمېرل کېږي.»
تر دې وړاندې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې هم په غزه کې د الاهلي پر روغتون شوی برید «ډلهییزه وژنه» او «په چورلټ ډول د نه منلو» بللی و.
دغه سازمان ویلي: «هیڅ شی دغه زړه بوږنونکی برید چې په روغتون شوی او هلته ناروغان، روغتیایي کارکوونکي او له جګړو تښتیدلو کسانو پناه اخیستې، نه شي توجیه کولای.»
دغه سازمان ویلي، چې «دغه وینه بهېدنه باید نوره ودرېږي.»
د فلسطین د روغتیا وزارت د سه شنبې په ماښام (د تلې ۲۵ مه) اعلان وکړ، چې د اسراییل لهخوا پر الاهلي روغتون د برید په پایله کې لږ تر لږه ۵۰۰ تنه وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ په دغه برید کې لاس لرل رد کړي او پړه یې د اسلامي جهاد پر ډلې اچولې ده.
د اسراییل لومړي وزیربنیامین نتانیاهو هم ویلي: «ټوله نړۍ پوهېږي، چې په غزه کې وحشي ترهګر ټول هغه کسان دي چې په روغتون یې برید کړی، نه اسراییلي پوځ. هغوی چې زموږ ماشومان وژل، خپل ماشومان هم وژني.»
د اسلامي جهاد ډلې په یوه پیغام کې د اسراییل دغه ادعا رد کړې ده.
دغه برید په نړۍواله کچه غندل شوی او ډېرو هېوادونو د دغه برید پړه پر اسراییل اچولې ده.
د ملګرو ملتونو سر منشي د غزې پر الاهلي روغتون برید غندلی او ویلي یې دي، چې د دغه برید له امله «ترهېدلی» دی.