د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې د فرانسې شپږ هوايي ډګرونه د چهارشنبې په سهار (د تلې په ۲۶مه)د یوه ایمیل له لارې د ګواښ د تر لاسه کولو وروسته تخلیه شول.
د فرانسې پولیسو ویلي، چې امنیتي ځواکونه د لیل، لیون، نانټ، نیس، ټولوز او بوره په هوايي ډګرونو کې دا موضوع څېړي.
همداراز دفرانسې هوایي شرکت ډاډ ورکړی، چې دا اندېښنې له بمي ګواښونو سره تړاو نه لري.
په وروستیو ورځو کې د ورته ګواښونو په دوام، د لوور موزیم، د ورسا ماڼۍ او څو ښوونځي تخلیه شوي دي.
همدارنګه فرانسوي شرکت چې د شارل دوګل، پاریس اورلي او پاریس لو بورژه هوایی ډګرونه اداره کوي ډاډ ورکړی، چې په دې مرحله کې د بمي ګواښونو په اړه اندېښنه نه لري.
دغه شرکت فیګارو ورځپاڼې ته ویلي، چې په پاریس کې د فرانسې هېڅ هوايي ډګر له بمي ګواښونو سره نه دی مخ. همداراز دغه شرکت ټینګار وکړ: «په دې برخه کې موږ ډېر هوښیار یو».