د غزې پر روغتون د اسراییل له برید وروسته روسیې او اماراتو د امنیت شورا بیړنۍ ناسته غوښتې

AP ۱۴۰۲ تله ۲۶

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د سفیر مرستیال د سې شنبې په ورځ وویل چې د غزې په الاهلي روغتون باندې د اسراییل له برید وروسته روسیې او عربي متحده اماراتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، چې په دغه برید کې تر ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې د سفير مرستيال ديميتري پولينسکي ويلي، چې روسيې او عربي متحده اماراتو د چهارشنبې په ورځ (تلې ۲۶مه) د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دې بېړنۍ غونډې د جوړولو غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د چهارشنبې په ورځ د اسراییل او حماس جګړې په اړه د برازیل وړاندیز شوې پرېکړه لیک ته رایه ورکړي. د دغه پریکړه لیک مسوده د شخړو د بشري پایښت او د غزې تړانګې ته د بشري لاسرسي احتمال غوښتنه کوي.
د غزې په تړانګه کې پر یوه روغتون د اسراییل مرګونی برید له توندو غبرګونونو سره مخ شو. سعودي عربستان، ترکیې، اردن، مصر او پاکستان په کلکه وغانده.
خو د اسراييل لومړي وزير او د دفاع وزير په دې پېښه کې د اسراييلي پوځ لاس لرل رد کړي او اسلامي جهاد يې د دې مسوول بللى دى.
د سې شنبې په ماښام د اسراییل پوځ یوه ویډیو خپره کړه چې پکې ادعا شوې وه چې د اسلامي جهاد توغندي چې د اسراییل پر لور توغول شوي وو هدف ته له رسیدو مخکې پر دغه روغتون لګیدلي دي.

نور خبرونه

رادیو