د اردن بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي اعلان وکړ چې د غزې په اړه د مصر، اردن او فلسطین له مشرانو سره د امریکا د ولسمشر غونډه چې د چهارشنبې په ورځ په اردن کې جوړېدونکې وه، لغوه شوې.
هغه پرون سه شنبه د اردن دولتي تلویزیون ته ویلي چې د اسراییل او حماس تر منځ جګړه "سیمه کندې ته غورځوي"
هغه زیاته کړه چې دا غونډه به په بل وخت کې ترسره شي.
دا معلومه نه ده چې د دې غونډې لغوه کول د غزې په تړانګه کې پر یوه روغتون باندې د اسراییل له هوايي برید سره تړاو لري چې د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا لږ تر لږه ۵۰۰ کسان پکې وژل شوي دي او که کومه بله خبره ده.
د اردن د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په امان کې د جو بایډن غونډه لغوه شوې ده ځکه چې د جګړې د بندیدو پرته اوس خبرې هیڅ ګټه نه لري.
جوبایډن به نن چهار شنبې اسراییل ته ورسیږي، په پام کې وه چې هغه اردن ته سفر وکړی. سپینې ماڼۍ هیله ښودلې وه چې په دې سفر او د سیمې له مشرانو سره چې پر حماس اغېز لري، لکه د مصر ولسمشر او د اردن له پاچا سره په کتنه کې په غزه او سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.
تر دې مخکې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ته نږدې سرچینو ویلي وو چې هغه له امریکايي ولسمشر سره خپله لیدنه لغوه کړې ده.
په همدې حال کې چې پر غزې د اسراییل بریدونه زیاتیږي او انساني تلفات په زیاتیدو دي، عربي حکومتونو له امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو غوښتي چې پر غزې د اسراییل د بریدونو زیاتیدو مخه ونیسي.
په غزه کې د حماس له لوري د تلې ۱۵مه له وژونکو بريدونو او تر ۱۵۰۰ زياتو اسراييليانو له وژل کېدو وروسته، د نتنياهو حکومت پر غزې سخت هوايي بريدونه پيل کړي دي. په همدې حال کې د اسراییل پوځي سرچینو ویلي چې د دغه هیواد پوځ غزې ته د ننوتلو او د حماس د پوځي بنسټونو او امکاناتو د له منځه وړلو لپاره چمتووالی نیسي.