د اسرایيل لومړي وزير وويل: «ټوله نړۍ پوهيږي چې په غزه کې وحشي ترهګر هماغه وو چې د غزې په تړانګه کې يې پر روغتون بريد وکړ، نه د اسرایيل پوځ.»
بنیامین نتنیاهو زیاته کړه: «هغه کسان چې زموږ ماشومان یې په وحشیانه توګه وژلي، خپل ماشومان هم وژني.»
د فلسطین د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ (تلې ۲۵مه) اعلان وکړ چې پر الاهلي روغتون باندې د اسراییل په هوايي برید کې له ۵۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي.
اسراییلي پوځ په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او اسلامي جهاد ډله یې پړه بللې ده.
د اسلامي جهاد ډلې هم په یوه بیان کې په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.
پر روغتون دغه برید په ټوله نړۍ کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې هغه د دې خبر له امله "ویرېدلی" دی.