د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په غزه کې د اسراییل پوځي عملیاتو په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر د (تلې له ۱۵مې) تر اوسه پورې ۳ زرو تنو ته رسیدلی دی.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې د ټپيانو شمېر ۱۲ زره او ۵۰۰ تنه دی.
د الجزیرې خبري شبکې د سه شنبې په ورځ (تلې۲۵ مه) د فلسطیني ادارې د روغتیا وزارت په حواله لیکلي دي چې د تلې له ۱۵مې نیټې راهیسې په لویدیځه غاړه کې ۶۱ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۲۵۰ زیات ټپیان شوي دي.
اې بي سي نیوز رسنۍ د اسراییلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په اسراییل کې د حماس لخوا د هوا، ځمکې او سمندر څخه د بې ساري بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او درې زره ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د اسراییل او حماس له خوا یو پر بل بریدونه دوام لري او د هېوادونو له هڅو سره، سره د اوربند لپاره، حتا د لنډمهالي اوربند لپاره هم کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.
پر دې سربیره د اسراییل پوځ د لبنان د حزب الله د بریدونو د زیاتیدو اعلان کړی دی.
د اسراييل د ملي امنيت شورا ويلي، که د غزې جګړه داسې يو پړاو ته ورسېږي چې ايران او حزب الله د حماس په ملاتړ ورګډ شي، نو امريکا به هم دې جګړې ته را ودانګي.