اوکراینسکا پراوادا خبري اژانس د اوکراین د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړ چې، په تېرو دوو کلونو کې د روسیې له یرغل وروسته د اوکراین په پوځ کې د خدمت کوونکو مېرمنو شمېر ۴۰ سلنه ډېر شوی دی.
دغه وزارت ویلي چې، د دغه هېواد په پوځ کې شاوخوا ۴۳ زره ښځې په چارو بوختې دي.
د اوکراینسکا پراوادا خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) د دفاع وزارت په حواله په خپل راپور کې لیکلي چې، پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې شاوخوا ۱۲ زره ښځې د اوکراین په پوځ کې ګومارل شوې دي.
دغه وزارت ویلي، چې د ۱۸ او ۶۰ کلونو تر منځ ښځې کولای شي په پوځ کې شاملې شي.
له ۲۰۱۹ کال راهیسې د اوکراین حکومت نجونو ته اجازه ورکړې، چې په پوځي ښوونځیو کې شاملې شي.
دغه وزارت ټینګار کړی، چې له پوځي زدهکړو برخمنې ښځې کولای شي د نارینهوو په شان په دندو بوختې وي.
څو ورځې وړاندې د اوکراین دفاع وزارت د بيبيسي برخې ته ویلي و، چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پنځه زره ښځې حضور لري.
دغه وزارت زیاته کړه، چې د اوکراین د قانون له مخې هیڅ یوه ښځه له خپلې خوښې پرته عسکرۍ ته نه ځي.