د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د رېښتر په کچه ۵.۵ درجې زلزلې د سې شنبې په ورځ د ایران په سویل کې د هرمزګان ولایت فین سیمه ولرزوله.
په جرمني کې د ځمکې پیژندنې څیړنو مرکز ویلي چې، دغه زلزله د ځمکې لاندې په لس کیلومترۍ کې شوې.
تر اوسه د دغې زلزلې بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي.
اخوا، د فارس د خبري اژانس د راپور له مخې، نن سهار دوو زلزلو د ایران یادې برخې ولرزولې چې لومړۍ یې د رېښتر په کچه ۵،۵ درجې وه او د سهار په ۸:۳۲ دقیقې د ځمکې د ۱۹ کیلومټرو په ژوروالي سره شوې، او دویمه یې بیا د ریښتر په کچه ۵،۶ درجې وه چې ۸:۳۹ دقیقې شوې ده.
د فارس خبري اژانس وايي، د فین سیمه هم په تېرو دوو کلونو کې د رېښتر په کچه تر ۶ درجې زلزلې تجربه کړې دي.