د اسراییل یو شمېر سرحدي څارونکو ویلي، چې دوی په وار - وار خپلو قوماندانانو ته پر پوله د غیر عادي پېښو په اړه خبرداری ورکړی و؛ خو دوی پرې سترګې پټې کړې وې.
د دې خبرتیاوو په ځواب کې د پوځ قوماندانانو ویلي وو، چې حماس «یوه کوڅه ډبه ډله ده؛ هېڅ کار نه شي کولې".
د «این-۱۲» رسنۍ د راپور له مخې؛ دغو پوله څارونکو ویلي، چې دوی د پولې بلې غاړې ته د حماس ډلې د تمرینونو شاهدان وو، چې ښيي دوی د یوه مهم عملیاتو لپاره چمتوالی نیوه.
یوه څارونکي اسراییلي رسنۍ این-۱۲ ته وویل: «د هر څه له پېښېدو مخکې ما ځینې خلک له نقشې سره ولیدل. هغوی حصار ته کتل او اشارې یې کولې. پام مې شو چې د هغوې جبهه بیله معلومیده، ما حتا د خپل څنګ سړي سره ټوکه وکړه چې واوره، دوی زموږ په پوسته برید کوي».
هغه زیاته کړه: «هغه څه چې ما لیدل عادي نه وو. دوی زموږ د سترګو په وړاندې تمرین او چمتووالی نیوه، جالبه وه. موږ دوی داسې لیدل لکه این - ۱۲ چینل چې ګورو. عجیبه وه چې دوی تمرین کاوه».
دغو اسراييلي مامورینو دا هم وويل، چې د خپلې خبرې د ثابتولو لپاره يې د حماس ډلې له فعاليتونو څخه فلم اخیستی؛ خو قوماندانانو ورته ویلي وو، چې داسې څه نه شته. دوی بزګران دي او خپل کارونه کوي».
د پولې کنټرول کوونکي دغه مامور وويل: «موږ پېښې ته کتل او ويل مو چې یوه ورځ به دا پېښیږي. د کوم څه په اړه چې موږ دومره بې تفاوته یو».
دغو مامورینو وویل، چې د دوی د خبرداریو سره - سره د دوی قوماندانانو د دوی اندېښنې بې بنسټه وبللې او ویې ویل: «حماس یو موټی غله دي. هېڅ نه شي کولی».
د فرانسې ورځپاڼې فیګارو هم د مصر د یوې استخباراتي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې څو - څو ځله اسراییل ته خبرداری ورکړی، چې حماس د یوه مهم کار تیاری نیسي؛ خو اسراییل لوري دغو خبرداریو ته چندان پام ونه کړ.