د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په دوه ورځني سفر چين ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې په بېجينګ کې د "لار او کمربند" اقتصادي ناسته کې ګډون وکړي.
کرملین ماڼۍ اعلان کړی، چې ښاغلی پوتین د چین د ولسمشر شي جین پینګ په بلنه بیجینګ ته تللی دی.
د روسیې دولتي خبري اژانسونو لیکلي، چې ښاغلی پوتین به د ویټنام، مغلستان، لاوس له ولسمشرانو او د ټایلنډ له صدراعظم سره خبرې اترې وکړي.
کرملین وايي چې ښاغلی پوتین به د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۲۶مه) د دغې ناستې د پرانیستې په مراسمو کې وینا وکړي.
همدا راز ټاکل شوې، چې نوموړی به د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۲۶مه) له خپل چینايي سیال سره یوه دوه اړخیزه ناسته ولري.
د دې غونډې اجنډا د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او «د یو عادلانه څو قطبي نړۍوال نظم رامنځته کول» دي.
«لار او کمربند» هغه پروګرام دی، چې یوه لسیزه مخکې په چین کې پیل شو او د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوی بنسټیز پروګرام بلل کېږي.
ښاغلي پوتین مخکې ویلي وو، چې د «لار او کمربند» نوښت په خپل وخت و او د ښه پرمختګ په حال کې دی.