د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره له اسراییلي لوري سره هوکړه شوې ده.
انټوني بلینکن وویل، ددغې طرحې له مخې مرستندویه سازمانونه کولای شي چې له ولسي خلکو سره مرسته وکړي او داسې ځایونه پیدا کړي چې هغوی له ګواښه لیرې وساتي.
ښاغلي بلینکن د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۵ مه) په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې، امریکا او اسراییل د غزې ولسي خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د یوې طرحې هوکړې ته رسېدلي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
له دې سره، د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ اسراییل ته سفر کوي، په داسې حال کې چې دغه هېواد په غزه کې د بشري ناورین او له ایران سره د پراخې جګړې د وېرې په ترڅ کې د حماس د وسله والو پر ضد د خپلو بریدونو د زیاتولو لپاره تیاری نیسي.
رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړ چې، بایډن به له بنیامین نتنیاهو سره په ليدنه کې د اسراییل د امنیت په اړه د واشنګټن پر ژمنو ټینګار وکړي او د جګړې د موخو او ستراتیژۍ په اړه به هر اړخیز مالومات ترلاسه کړي.
هغه وویل: «ولسمشر به له اسراییل واوري چې د خپلو خلکو د دفاع لپاره څه ته اړتیا لري، ځکه چې موږ به ددې اړتیاو د پوره کولو لپاره د کانګرس سره همکارۍ ته دوام ورکړو.»
ټاکل شوې چې بایډن به اسراییل ته له سفر وروسته اردن ته ولاړ شي چې له ملک عبدالله، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او محمود عباس سره وګوري.
د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې په یوولسمه ورځ راپورونه ښیي چې په غزه کې د بشري حقونو حالت خراب دی او د اسراییل د هوايي بریدونو په پایله کې انساني زیانونه ډیر شوي دي.
د غزې چارواکي وايي، د اکټوبر له اوومې راهیسې د اسراییل په بریدونو کې تر ۲۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې یو پر څلورمه برخه یې ماشومان دي.
په غزه کې د روغتیايي چارواکو د شمېرو له مخې، لس زره ټپیان د غزې په روغتونونو کې دي چې د تجهیزاتو او درملو له سخت کمښت سره مخ دي.