د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ټولنیز صندوق استازي ډومینیک الن خبرداری ورکړ، چې د غزې روغتیایي سیسټم د له منځه تلو په درشل کې دی.
نوموړي د دوشنبی په ورځ وویل، چې د روغتیایی وسایلو د کموالي او د ناسمو روغتیایي شرایطو له امله په غزه کې د شاوخوا ۵۰ زره مېندوارو مېرمنو روغتیا له ګواښ سره مخامخ ده.
ښاغلي الن له سي، اېن، اېن سره په خبرو کې د مېندوارو ښځو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل:« د غزې روغتیایی سیسټم د سقوط په درشل کې دی او دغه مېندواره مېرمنې چې موږ یې په اړه جدي اندېښمن یو، د پناه اخیستو لپاره هیڅ ځای نهلري.»
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې د مېندوارو ښځو له دغه شمېر څخه شاوخوا ۵ زره تنه یې ښایي په راتلونکي میاشت کې ماشومان وزېږوي او وار د مخه یو شمېر یې له ستونزو سره هم مخامخې دي.
هغه سي، اېن، اېن ته وویل:« تاسو تصور وکړئ، چې د مېندوارۍ او زېږون په وروستیو پړاوونو کې له احتمالي ستونزو سره مخ یاست، جامو، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نهلرئ او تاسو ډاډه نه یاست، چې یوه ورځ وروسته، یو ساعت وروسته، یوه دقیقه وروسته، تاسو او ستاسو ماشوم ته څه پېښېدونکي دي؟»
ښاغلي الن د غزې د روغتونونو د «زړه بوږنوونکو» پېښو په اړه وویل، چې « غزې ته د بشري مرستو کاروان ته باید د ننوتلو اجازه ورکړل شي او بايد د بشري مرستو دهلیز جوړ شي، چې په دې توګه بشري قوانین په پام کې ونیول شي.»
اسوشیټیډ پرېس تېره ورځ په غزه کې د روغتیایي کارکوونکو له خولې راپور ورکړ، چې د دغې سیمې روغتونونه د اسراییلو د بریدونو له امله له ټپیانو ډک دي او د تېلو او درملو د کمښت له امله د زرګونو کسانو د مړینې شونتیا هم شته.
ملګرو ملتونو هم اعلان وکړ، چې په غزه کې د روغتونونو جنراتورونه به یوازې د دوو نورو ورځو لپاره کار ورکړي او دا د هغو زرګونو ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي چې، په روغتونونو کې بستري دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د اسراییلو پوځ تورن کړی چې «طبي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ په نښه کوي.»