په بروکسل کې دوه کسان د ډزو له امله وژل شوي دي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۵

په بلجیم کې چارواکو د دوشنبې په ماښام وویل چې د دغه هېواد په پلازمېنې بروکسل کې دوه تنه په ډزو وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د بلجیمي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې وسله وال کس د پېښې له سیمې تښتېدلی دی.

د رسنیو په حواله، د دغې پېښې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ښيي یو سړی یوه تمځای ته څېرمه په اټوماټیک ټوپک څو ځله ډزې کوي.

د بلجیم د لویي څارنوالۍ د دفتر یوه ویاند ویلي چې، د برید په اړه څیړنې پیل شوي خو نوموړي د برید کوونکي د هویت او انګېزې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه

په همدې حال کې د بلجیم د کړکېچ ملي مرکز اعلان وکړ چې په بروکسل کې د ترهګریزو ګواښونو د خبرتیا کچه زیاته شوې ده.

د بلجیم لومړي وزیر الکساندر دي کروو تایید کړه چې وژل شوي کسان د سویډن وګړي وو.

هغه د سویډن لومړي وزیر ته د خپلې خواخوږۍ په څرګندولو سره، بلجیم نږدې ملګری وباله او په اېکس پاڼه کې یې لیکلي: «چې له ترهګرو سره مبارزه ګډه مبارزه ده.»

د سویډن د عدلیې وزیر ګونار سټرومر په بروکسل کې د دوو سویډني وګړو د وژل کیدو خبرونه "وحشتناک" وبلل او ویې ویل: «دولتي دفتر او اړونده چارواکي د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.»

په بروکسل کې د بلجیم او سویډن د فوټبال د ملي ټیمونو لوبه هم وځنډول شوه او نندارچیانو ته په لوبغالي کې د پاتې کېدو لارښوونه وشوه.

نور خبرونه

رادیو