ملک عبدالله د اردن او مصر پر لور د فلسطیني کډوالو د تګ په اړه خبرداری ورکړ

AP ۱۴۰۲ تله ۲۵

د اردن شاه ملک عبدالله مصر یا اردن ته د فلسطیني کډوالو د شړلو د هڅو په وړاندې خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې د کډوالو مساله باید په غزه او لویدیځه غاړه کې حل شی.

ملک عبدالله په برلین کې د جرمني له لومړي وزیر سره په کتنه کې د فلسطیني کډوالو مساله «سره کرښه» وبلله.

د اردن پاچا د جرمني له لومړي وزیر سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «نه په مصر کې کډوال، نه په اردن کې کډوال. دا یوه سره کرښه ده».

ملک عبدالله د غزې له پولو بهر د فلسطیني کډوالو د ایستلو هڅه د ځینو «مشخصو» کسانو پلان وباله.

ټاکل شوې د جرمني لومړي وزیر د سې شنبې په ورځ اسراییل ته ولاړه شي.

ډېری فلسطینیان اندېښمن دي، چې که له غزې ووځي، بیرته به ونه شي کړی چې خپلو کورونو ته ستانه شي او دا سیمه به د تل لپاره د اسراییلیانو تر ولکې لاندې وي.

نور خبرونه

رادیو