د امریکا ولسمشر سبا چهارشنبه اسراییل ته سفر کوي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۵

ټاکل شوې، چې د اسراييل او حماس تر منځ له جګړې وروسته د امريکا ولسمشر سبا چهارشنبه (د تلې ۲۵مه) اسراييل ته سفر وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې جو بایډن به د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره له کتنې وروسته د اردن پلازمېنې عمان ته ولاړ شي او هلته به د اردن له پاچا، د مصر له ولسمشر او د فلسطیني ادارې له مشر سره وګوري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، چې د امریکا ولسمشر به د سفر پر مهال د بشري مرستو په اړه خبرې وکړي؛ څو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې ملکي وګړو ته ځي، نه حماس ته.

په دې وروستیو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دوه ځلې اسراییل ته سفر کړی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

انټوني بلېنکن سعودي عربستان، مصر او قطر ته هم سفرونه کړي او د دغو هېوادونو له مشرانو سره یې د حماس او اسراییل ترمنځ د شخړې په اړه خبرې کړې دي.

له دې مخکې جو بایډن له بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي وو، چې امریکا د اسراییل تر څنګ ولاړه ده او د اسراییل د دفاع له حق څخه ملاتړ کوي.

د اسراییل پر خاوره د حماس د وسله والو له بریدونو وروسته تل ابیب اعلان وکړ، چې د دغه هېواد پوځ به د حماس ډلې د له منځه وړلو په موخه د غزې په تړانګه کې ځمکني برید وکړي.

په ورته وخت کې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوې مرکې کې ویلي، چې که اسراییل غواړي غزه ونیسي، نو دا به د دوی لپاره تر ټولو ستره تېروتنه وي.

نوموړي له سي بي اېس سره په خپلې تازه مرکې کې ویلي، چې دی د اسراییل او غزې مساله له نېږدې څاري او زیاتوي، چې حماس او د حماس توندلاري پلویان د غزې د اوسېدونکو استازیتوب نه کوي.

بایډن ویلي، چې په غزه کې د توندلارو پر وړاندې عملیات مهم اقدام دی، خو دی تمه لري، چې اسراییل به د جګړې ټول قوانین په نظر کې نیسي.

بایډن په غزه کې حماس ته په اشارې سره وايي، چې اسراییل له یوې داسې ډلې سره په مقابلې بوخت دی، چې په ظلم او جبر ککړه ده.

د نوموړي په خبره، چې په غزه کې حماس ډله د بې ګناه ملکي وګړو تر شا پټېږي او په هغه ځای کې یې خپل پټنځایونه جوړ کړي، په کومو سیمو کې چې عام وګړي اوسیږي.

د بایډن په خبره، چې د امریکا حکومت به د خپلو یو شمېر هغو امریکايي وګړو، چې دا مهال حماس یرغمل کړي پر وړاندې به یې اقدامات وکړي.

نور خبرونه

رادیو