وروسته له هغې چې د امریکا په ایلینوي ایالت کې پولیسو د یوه شپږ کلن مسلمان هلک د وژلو او د هغه د مور د ټپي کولو په تور یو ۷۱ کلن سړی ونیو، د امریکا ولسمشر جوبایډن دغه پېښه غندلې ده او ویلي یې دي، چې امریکا د دا ډول اعمالو ځای نه دی.
د ویل کاونټي(ولسوالۍ) د پولیسو په وینا؛ د دې وژنې انګیزه مذهبي کرکه وه او د حماس او اسراییل ترمنځ له وروستۍ جګړې سره یې تړاو درلود.
د دې ولسوالۍ پولیسو په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه سړي یاد شپږ کلن مسلمان ماشوم د پوځي چاقو په څېر د ۱۸ سانتي مترو په تیغ ۲۶ځله په چړو وهلی دی.
پولیسو زیاته کړې، چې د هلک ۳۲ کلنه مور هم څو وارې په چړو وهل شوې، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د دغې ښځې نوم حنان شانین او زوی یې وادي الفیومي نومیږي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن نن دوشنبه ( د تلې ۲۴مه) پر خپلې اېکس پاڼې د دغې پېښې د رامنځته کېدا له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي، چې له پېښې خبر شوی د قربانیانو کورنۍ ته یې تسلیت ویلی.
هغه یاته کړې: “په امریکا کې د یوې مسلمانې فلسطیني کورنۍ پر وړاندې دا ډول نفرت انګیزه عمل ځای نه لري”.
بل خوا پولیسو ویلي، چې څارنوالانو دا معلومه کړې ده، چې بریدګر دغه مور او ماشوم په غزه کې د اسراییل او حماس تر منځ د شخړې له امله په نښه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) د امریکا د فيډرالي پولیسو مشر له خبریالانو سره په خبرو کې پر اسراییل د حماس له برید وروسته د امریکا پر خاوره د ګواښونو د زیاتوالي اعلان وکړ.
تر دې مخکې د فرانسې پولیسو د یوه ځوان مسلمان له خوا د یوه فرانسوي ښوونکي د وژل کېدو خبر تایید کړی و او ویلي یې وو، چې دغه وژنه په منځني ختیځ کې له پېښو سره تړاو لري.