شمشاد ټلویزیون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو خپله پرېکړه بېرته اخیستې او شمشاد ټلویزیون یو ځل بیا خپل عادي نشرات پیل کړل.
طالبانو د یاد ټلویزیون نشرات د تېرې جمعې په ورځ بند کړل، خو د علت په اړه یې لا تراوسه وضاحت نه دی ورکړی.
شمشاد ټلویزیون نن شبنه (د تلې ۲۷مه) پر اېکسپاڼې لیکلي:« شمشاد راډيو ټلویزیون په تېر شل کلن رسنیز مزل کې تل اسلامي ارښتونو ، ملي ګټې او ژورنالیستیکو اصولو ته لومړیتوب ورکوي.»

